"روسيې د کيېف پر دويم ستر پله برید کړی"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اوکراييني چارواکو په وینا د روسيې په يوه برید کې د کيېف دویم ستر پل په نښه شوی. دا په داسې حال کې ده چې روسيې اوکرايينۍ پلازمېنه کې پر مهمو بنسټونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د کیېف ښاروال ویټالي کليچکو ويلي، د شنبې سهار برید کې د پله سطحه او د هغې له پاسه تېر شوي مزي یا تارونه زيانمن شوي او له همدې کبله پر دې پله تېرېدونکي ټرافیک درېدلي دي.

دا برید وروسته له هغه شوی چې د پنجشنبې او جمعې پر ورځو څو ځله د ښار يو بل مهم پل د روسيې بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شو. کلېکچو وړاندې خبرداری ورکړی و چې دا ډول بریدونه به "کيېف پرې" کړي.

شمالي او جنوبي پلونه د پلازمېنې ختيځې او لوېديځې برخې سره نښلوي او له پنجشنبې وړاندې پرې کوم برید نه و شوی، له دې سره د مسکو په تګلاره کې نوی بدلون ترسترګو کېږي.

له پنجشنبې راهيسې پر جنوبي پله بريدونو د تګ راتګ په برخه کې سترې ستونزې رامنځته کړې دي او پر دې پله د موټرو او اورګاډي تګ راتګ ځنډول شوی دی.

د ښار ګڼ اوسېدونکي چې شمېر یې شاوخوا دری میليونه دی، د ښار له يوې برخې بلې ته د تګ لپاره پر مېټرو يا تر ځمکه لاندې اورګاډي تکيه کوي.

ښاروال کلېچکو د شنبې په ورځ پر ټېلېګرام ليکلي، "پر شمالي پله برید شوی. بېړنۍ مرستې د پېښې ځای ته استول شوې دي".

د روسيې دفاع وزارت پر پله د برید مسووليت منلی او ادعا یې کړې چې دغه پل د ځواکونو د لېږد رالېږد او لوژستيکي چارو لپاره کارول کېده.

دغه وزارت همدارنګه زياته کړې چې په ښار کې یې يو لوژستيکي مرکز هم په نښه کړی. خو کلېچکو پر مرکز د برید په اړه څه نه دي ويلي.

وړاندې پر جنوبي پل له برید وروسته د کيېف دفاعي شورا بېړنۍ غونډه کړې وه. کلېچکو خبرداری ورکړی چې ښار اوسمهال "په ډېر جدي او ډارماټيک وضعيت" کې دی، ځکه په وینا یې مسکو د ښار پر "مهمو بنسټونو، لوژستيکي، استوګنيزو ودانيو" او نورو مهمو تاسيساتو سخت بریدونه پيل کړي دي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي، روسيه د اوکرايين له خوا د دوی د انرژۍ پر تاسيساتو د بریدونو په ځواب کې دا کړنې کوي، سره له دې چې د داسې بریدونو پيل لومړی مسکو کړی دی.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ويلي، پوتين پرېکړه چې د اوکرايين پر وړاندې بريدونو کې "هېڅ اصول" په نظر کې نه نیسي.

نوموړي له فاينشل ټايمز سره په يوه مرکه کې ويلي، "روسان زموږ په اشغالولو کې ناکام شوي. اوس هغوی پراخ بریدونه او عام وژنې" ته مخه کړې.

هغه زياته کړې، "دوی غواړي زموږ پلونه... زموږ د معلوماتو مرکزونه، انټرنېټ، ګرځنده مخابراتي شبکې، روغتونونه، وړکتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، هرڅه ويجاړ کړي. هغوی غواړي خلک له خپلو ښارونو تېښتې ته اړ کړي".

روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين خپل پراخ او بشپړ پوځي يرغل پیل کړ.