ملګري ملتونه: تېرو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان بریدونو له ۱۱۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګژوبله اړولې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ملګري ملتونه وايي په روان (۲۰۲۶) زېږدیز کال کې تر دې دمه د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې بریدونو یا "وسله‌وال تاوتریخوالي" کې له ۱۱۰۰ ډېرو ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک تېره ورځ (پنجشنبه) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه پلاوي‌ (یوناما) دغه مرګژوبله مستنده کړې ده.

هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوامدار کړکېچ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي پېښې د ملکي افغانانو ژوند ته خطر پېښوي.

دا اندېښنه داسې مهال ښودل شوې چې همدا اوړمه شپه په کونړ او هلمند کې د پاکستان هوايي‌ بریدونو لږترلږه نوولسو ملکيانو ته مرګژوبله واړوله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي‌ (یوناما) تایید کړې چې په دغو بریدونو کې په لسو وژل شویو کسانو ډېر یې ماشومان وو.

پاکستان په تېر یوه کال کې له دغه هېواد سره د ډیورنډ کرښې اوږدو کې پر یو شمېر ولایتونو سربېره پر پلازمېنه کابل او څو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي.

په دوی کې تر ټولو مرګونی برید هم په مارچ میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون شوی و چې سلګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

دغه پرله پسې بریدونه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د دفاع سازمانونو له نیوکو او اندېښنو سره مخامخ شوي دي.

په دې لړ کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنېټ د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې "د حساب ورکولو موضوع ډېره مهمه ده."

اسلام اباد که څه هم د ملګرو ملتونو د اړوند چارواکو او ادارو دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دا رد کړې چې د دوی بریدونو کې دې ملکي‌ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې دي.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي، چې په افغانستان کې د هغو وسله‌والو ډلو مرکزونه په نښه کوي، چې د دوی په هېواد کې د تاوتریخوالي پېښو کې لاس لري.

دغه هېواد د خپلو وروستیو بریدونو په تړاو هم ویلي، چې د پاکستاني‌ طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي‌ پوځ (بي‌اېل‌اې) پټنځایونه یې پکې په نښه کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا له دې انکار کوي، چې د ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې په څېر ډلې دې په افغانستان کې حضور ولري او یا دې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول شوې وي.

ښاغلي‌ دوجارېک په خپل خبري کنفرانس کې وویل: "د ملګرو ملتونو ماموریت ملکي وګړو ته د لا زیات زیان د اوښتلو مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو او نړیوال قانون ته د درناوي غوښتنه کوي."

ملګرو ملتونو او د دغه سازمان بشردوستانه شریکانو دا ټینګار هم کړی چې ملکي وګړي او عامه تاسیسات باید له تاوتریخوالي خوندي وساتل شي.

ماینونه او ناچاوده‌ توکي بل پټ دښمن

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په دې خبري غونډه کې وویل، چې ماینونه او چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کې ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ماشومانو ته جدي ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سازمان د امنیت او خوندیتوب ادارې سږکال تر اوسه د افغانستان په ختیځ کې له جګړو د پاتې ناچاوده توکو او مهماتو د چاودونو ۶۴ پېښې ثبت کړي، چې همدومره شمېر ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ماینونو او نا چاودېدلو مهماتو له اړخه په کې د مرګ ژوبلې کچه د نورو نړۍ پرتله لوړه ده.

اوچا وايي،‌ همدا تېره سې‌شنبه په ننګرهار کې د هاوان د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا د بودیجې کمښت د نورو برخو په څېر د ماین‌پاکۍ برخه کې د دوی د همکارو ادارو او سازمانونو هڅې ټکنۍ کړې دي.

سټیفن دوجارېک وايي، دوی روان کال بشردوستانه مرستو لپاره یو اعشاریه ۷ میلیارد ډالر غوښتي‌، خو تر اوسه یې یوازې ۵۳۷ میلیونه ترلاسه کړي چې د اړتیا وړ بودېجې یوازې ۳۰ سلنه کېږي.