افغانستان د مالګې تولید کې پر 'ځان‌بسیا' شوی؛ مصرفوونکي یې له کیفیت شکایت کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د صنعت‌کارانو اتحادیه او د طالبانو حکومت وایي چې افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی او نور د دې محصول واردولو ته اړتیا نه لري.

د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، د افغانستان کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه مالګه ده، په داسې حال کې چې په هېواد کې د مالګې کلنی تولید ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان له کانونو د استخراجېدونکې مالګې اندازه د هېواد د خوراکي او صنعتي برخو اړتیاوې پوره کوي.

د نوموړي په وینا، د کورني تولید د ملاتړ او پر ځان د بسیا کېدو د پالیسۍ په چوکاټ کې د مالګې واردات درول شوي دي. شاوخوا یو نیم کال وړاندې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ هم د مالګې د وارداتو د بندېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، مالګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴ کانونو استخراجېږي او په لسګونو فابریکو کې تصفیه او پروسس کېږي. دوی همداراز وایي چې دې صنعت زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په تېرو وختونو کې د افغانستان د اړتیا وړ مالګې یوه د پام وړ برخه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران واردېده. خو په تېرو کلونو کې د مالګې د وارداتو د مالي ارزښت او د دې محصول د برابرولو لپاره له هېواده د وتلو پیسو د اندازې په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

مالګه د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند له اساسي توکو ده او د نژدې ټولو کورنیو پر دسترخوان موجوده وي.

سره له دې چې د مالګې کورنی تولید زیات شوی، یو شمېر مصرفوونکي په بازار کې د وړاندې کېدونکو مالګو له کیفیت شکایت کوي. په کابل کې یوه اوسېدونکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې په ځینو کورنیو تولید شوو مالګو کې خاوره او ریګ لیدل کېږي.

مصرفوونکي وایي، هغه مهال به پر ځان بسیا کېدل بشپړ وي چې د کورنیو تولیداتو کیفیت هم له تمه کېدونکو معیارونو سره برابر وي.

د تغذیې متخصص همایون لودین وایي، خوراکي مالګه باید له خاورې، ریګ او نورو ناخالصیو پاکه وي او په کافي اندازه آیوډین هم پکې وي. د نوموړي په وینا، د غیرمعیاري یا ناتصفیه‌شوې مالګې استعمال کولی شي د ځینو روغتیايي ستونزو، په ځانګړي ډول د آیوډین د کمښت له امله د رامنځته کېدونکو اختلالاتو خطر زیات کړي.

د افغانستان د صنعت‌کارانو اتحادیې رئیس عبدالجبار صافي وایي، لسګونه کوچني او لوی شرکتونه د مالګې د تولید او تصفیې په برخه کې فعالیت کوي او صنعت‌کاران ژمن دي چې باکیفیته محصولات وړاندې کړي. خو هغه ټینګار کوي چې حکومت باید د تولید پر بهیر لا جدي څارنه وکړي.

د افغانستان د صنعت‌کارانو اتحادیې رئیس وایي، له دې امله چې د مالګې د تولید کچه له کورنۍ اړتیا لوړه شوې، صنعت‌کاران هڅه کوي چې د کیفیت د ښه والي، معیاري تصفیې او مناسبو بسته‌بندیو له لارې د افغانستان د مالګې د صادراتو زمینه هم برابره کړي.

افغانستان د مالګې د پام وړ زېرمې لري او د مالګې کانونه یې په تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، غزني، پکتیا او کندهار ولایتونو کې پېژندل شوي دي.