د طالبانو حکومت چارواکو کندهار کې پر راډیوګانو د کرېکټ په خپرونو بندیز لګولی

دوه کسان ولاړ دي راډیو اوري‌
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په کندهار کې د طالبانو حکومت چارواکو راډیوګانو ته ویلي، چې د کرېکټ اړونده محتوا دې نه خپروي.

د فرانسې خبری اژانس (اې‌اېف‌پي) وايي، د دوو راډیوګانو مسوولانو او یوې ولایتي سرچینې ورته نن (یکشنبه) د دغه بندیز پخلی کړی دی.

کندهار د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده ټاټوبی او د اوسېدو ځای دی.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې له کرېکټ سره ملاتړ ښودلی او ان واک ته د راستنېدو د کلیزې په مراسمو کې یې د کرېکټ سیالۍ هم شوې وې.

اې‌اېف‌پي اژانس وايي، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست تېره ورځ راډیوګانو ته ویلي چې تر دې وروسته د کرېکټ اړوند هېڅ ډول محتوا د خپرولو اجازه نه لري.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د دغه ریاست یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا موضوع تایید کړی ده.

د دې سرچینې له خولې ویل شوي: "یوازې پر سیالیو تبصرې نه، بلکې د کرېکټ خبرونه او ان د لوبو د بریا په تړاو رپوټونه هم منع شوي دي. "

اې‌اېف‌پي وايي د یوې سیمه‌ییزې راډیو مشر ورته ویلي: "موږ ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا زنګ راغی او راته وویل شول چې نور د راډیو له لارې کرېکټ ته پوښښ نه شو ورکولی. "

د کندهار د یوې بلې راډیو مدیر هم دا لارښوونه تایید کړې او وايي، چارواکو ورته ویلي: "دمګړۍ د کرېکټ اړوند د هر څه خپرول بند دي."

دغه دواړو خپرونکو د امنیتي دلایلو له کبله د نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د دې موضوع په تړاو یې د افغانستان له کرېکټ بورد هم نظر غوښتی خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې ځینې ځايي راډیوګانې پر کرېکټ او نورو لوبو ژوندۍ تبصرې خپروي.

دغه هېواد کې ډېر خلک برېښنا او اېنټرنېټ ته لاسرسی نه لري او راډیوګانې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې هم په اسانه د لاسرسي وړ دي.

یو سړی راډیو ته ناست دی

تر اوسه د دغه بندیز لامل روښانه نه دی، خو په داسې مهال اعلانېږي، چې د افغانستان د نارینه‌وو کرېکټ ملي لوبډله د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې له زېمبابوې سره پر دویمه ټېسټ سیالۍ بوخته ده او تازه یې د کرېکټ الف (ابدالیان) لوبډله هم د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره قطر ته تللې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو په افغانستان کې د اېم‌اېم‌اې په ګډون پر ځینو رزمي لوبو او ورزشي فعالیتونو محدودیت لګولی، خو هلکانو ته یې د کرېکټ لوبولو اجازه ورکړې ده.

ښځې او نجونې له سپورتي فعالیتونو او ورزشي کلبونو ته له تګه منع دي.