"سېنټکام په ایران کې د واده پر مراسمو د مرګوني برید پلټنه کوي"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د امریکا اکسيوس خپرونې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پوځ مرکزي قومنداني (سېنټکام) د هغه پېښې پلټنه کوي چې د سې شنبې په ورځ پر ایران د امریکا د بریدونو پر مهال د يوه واده پر مراسمو کې د يو شمېر ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل وګرځېده.

چارواکو ويلي، لاتراوسه دا نه ده تائید شوې چې دغه پېښه په مستقیم ډول د امریکا د برید په پايله کې رامنځته شوې خو که دا موضوع تايبد شي دا به په تېرو شپږو مياشتو کې د امریکا او ایران تر منځ د جګړې له پیل راهيسې د ملکي وګړو د مرګژوبلې له ترټولو مهمه پېښه وي.

د امریکايي چارواکو په وینا لاتراوسه تر ټولو مرګونې پېښه د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې په لومړۍ ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې امریکا په ایران کې پر يوه ښوونځي برید وکړ او په ترڅ کې یې ۱۵۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ماشومان وو.

د هغو امریکايي چارواکو په وینا چې له اکسيوس سره یې خبرې کړې دي، د سېنټکام قومندان اډېرال براډ کوپر د چهارشنبې په ورځ د دغه برید په اړه د داخلي پلټنې امر کړی دی.

دا راپور وروسته له هغه خپرېږي چې رويټرز خبري اژانس د وسلو د کارپوهانو له خولې راپور ورکړ چې موجود شواهد ښيي په کوهستک ښار کې د واد په مراسمو کې چاودنه ښايي د يوې امریکايۍ وسلې د مستقیم لګېدو له کبله رامنځته شوې وي.

رویټرز: کوهستک کې د واده پر مراسمو خونړی برید ښایي د یوې امریکايۍ وسلې د مستقیم ګوزار له امله شوی وي

رویټرز خبري اژانس په خپل یوه ځانګړي راپور کې لیکلي چې د وسلو د چارو د ماهرینو د ارزونې له مخې، چې د دې اژانس له خوا تائید شوي انځورونه او ویډیوګانې یې څېړلې دي، هغه چاودنه چې د سې شنبې په ورځ د ایران د سویل په کوهستک ښار کې یې د واده مراسم په نښه کړل، ډېر احتمال لري چې له بل هدفه د کاږه شوي ګوزار پر ځای، د یوې امریکايۍ وسلې د مستقیم ګوزار لګېدو له امله رامنځته شوې وي.

د هغې چاودنې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۶۸ نور ټپیان شول.

رویټرز په دې راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، (سپټمبر ۳ مه) نېټه خپور شوی، لیکلي دي: ''رویټرز د دې برید انځورونه او ویډیوګانې د وسلو څلورو ماهرینو ته ورکړې. دغو ماهرینو ویلي چې د زیانونو بڼه د ګوزار د مستقیم لګېدو سره سمون لري، نه د داسې چاودنې سره چې مهمات لومړی بل هدف ته توغول شوي او بیا یې له هغه ځایه لاره بدله کړې وي.''

درېیو ماهرینو رویټرز ته ویلي چې ''شته شواهد ښيي چې دا مهمات ښايي امریکايي جوړ وي، نه دا چې د ایران د هوايي دفاع یو توغندی وي چې له خپلې لارې منحرف شوی وي.''

د بریتانیا د پوځ متقاعد برید جنرال ګرت کولټ او د بمونو د شنډولو متخصص چې د چاودېدونکو موادو په انجنیرۍ کې دوکتورا لري، رویټرز ته ویلي چې احتمال شته دغه مهمات په ساده ډول خپل اصلي هدف ته نه وي رسېدلي.

رویټرز وايي، یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، تائید کړې چې امریکا د سې شنبې په شپه د کوهستک په سیمه کې هوايي عملیات ترسره کړي وو، چې هدف یې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د پوځي تجهیزاتو له منځه وړل وو.

وینس: تر هغه چې ایران پر بېړیو بریدونه نه وي درولي، مذاکرات نه ورسره کوو

بل لور د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس د پنجشنبې په ورځ وویل، چې امریکا د هغه هوايي برید ارزونه کوي، چې ایران یې په هکله ادعا کوي چې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ کې د واده مراسم پکې په نښه شوي دي.

وینس په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په دې هکله وویل:

''موږ دا موضوع څېړو، ځکه په طبیعي ډول راته مهمه ده. غواړو پوه شو چې رښتیا څه پېښ شوي دي.''

هغه زیاته کړه چې که د امریکا پوځ تېروتنه وکړي، هڅه کوي له هغې زده کړه وکړي:

''که موږ تېروتنه وکړو، بیا هم زموږ او ایران ترمنځ لوی توپیر شته. کله چې زموږ پوځ اشتباه وکړي، له هغې زدکړه کوي او هڅه کوي چې په راتلونکې کې لا ښه عمل وکړي.''

وینس دغه راز وویل چې دا قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده، خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو په اړه شک لري:

''زه پوهېږم چې دا موضوع اوس څېړل کېږي. خو باید ووایم چې د ایران دولتي رسنۍ تر اوسه پورې د دې شخړې د پېښو په اړه ډېرې باوري سرچینې نه دي ثابتې شوې. له همدې امله زه د دغو راپورونو په اړه ډېر شکمن یم.''

د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، د امریکا د ادعا شوي برید په پایله کې د سیریک ولسوالۍ د کوهستک سیمې د واده په مراسمو کې پنځه کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي. د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې یو ماشوم او درې ښځې هم شاملې دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وویل، چې متحده ایالات به تر هغو له ایران سره مذاکرات ونه کړي، چې تهران په هرمز تنګي کې پر بېړیو ډزې او بریدونه نه وي درولي.

هغه وویل:

''تر هغه چې ایرانیانو پر بېړیو ډزې نه وي درولي، موږ به ورسره مذاکرات ونه کړو.''

وینس ادعا وکړه چې د هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد نږدې د جګړې له پیل څخه د مخه کچې ته بېرته رسېدلی او ایران نور پر دې مهم سمندري مسیر ''اغېزناک کنټرول'' نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

''که درې میاشتې شاته ولاړ شو، نو وګورئ چې د ایران د ګواښونو له امله د هرمز تنګي له لارې څومره نفت او ګاز انتقالېدل؟ نږدې هېڅ نه. خو اوس دا اندازه نژدې هغه کچې ته بېرته رسېدلې چې د شخړې له پیل وړاندې موجوده وه.''

په امریکايي بریدونو کې 'درې ایراني پوځي پیلوټان وژل شوي'

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم نیوز راپور ورکړی چې دوې شپې وړاندې پر ایران د امریکا په بریدونو کې درې ایراني پوځي پیلوټان وژل شوي دي.

د بي بي سي فارسي څانګې د راپور له مخې، دغه رسنۍ چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک ته نژدې بلل کېږي، نور جزئیات نه دي ورکړي چې دغه پیلوټان په کوم ځای کې او څنګه وژل شوي دي.

د تسنیم نیوز په رپوټ کې مجتبی باقري، د سمندري ځواکونو غړي حامد اوکاتي او د هوايي ځواکونو غړي حسین مهدویان نومونه د وژل شویو پیلوټانو په توګه یاد شوي دي.

تسنیم په یوه جلا راپور کې د ایران د پوځ د شپږو نورو غړو نومونه هم خپاره کړي او وايي، هغوی د هېواد په سویلي سیمو کې د شویو بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د یادونې ده چې امریکا د اګست د ۳۱مې او د سپټمبر د لومړۍ نېټې تر منځ شپه، له اوږدې مودې وروسته پر ایران هوايي بریدونه وکړل. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) دوه ورځې مخکې اعلان کړی و چې د ایران په سویل کې یې پر څو ښارونو بریدونه کړي دي.

د ایران د چارواکو په وینا، د هرمزګان ولایت د کوهستک سیمې ترڅنګ، د خوزستان ولایت په اهواز او اغاجري سیمو کې هم بریدونه شوي، چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د وژل شویو کسانو له ډلې څخه د یوه کس هویت د ''امنیتي ځواکونو د غړي'' په توګه څرګند شوی دی.

سپاه پاسداران هم تائید کړې وه چې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک څلور غړي د کرمانشاه ولایت په بریدونو کې وژل شوي وو.

دغه راز د راپورونو له مخې پر لاوان ټاپو له امریکايي برید وروسته د بسیج ځواکونو درې غړي هم وژل شوي دي.

بل لور د هرمزګان طبي علومو پوهنتون مشر وايي، د سیریک ولسوالۍ د کوهستک سیمې یوه واده په مراسمو کې د امریکا د برید له امله د ټپي شویو کسانو له ډلې د یو بل کس په مړینې سره د وژل شویو شمېر پنځو تنو ته رسېدلی دی.

پژمان شاهرخي وايي:

''۲۲ کلنه اسیا مولایي‌نژاد نن ماسپښین د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.''

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا د بریدونو په ترڅ کې د کوهستک د واده په مراسمو کې ۷۰ کسان ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، شپږ تنه د ځانګړې پاملرنې (ای سي یو) په څانګه کې بستري دي او ۲۶ نور د جراحي په څانګو کې تر درملنې لاندې دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند د بي بي سي فارسي څانګې د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له دغو راپورونو ''خبر'' دی او ټینګار یې کړی چې د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، ستېفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ په دې هکله ویلي وو:

''د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د تېرو شپو ورځو د ډزو او بریدونو د بیا پیل کېدو له امله ژوره اندېښنه لري. هغه په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه له راپورونو، په ځانګړې توګه د واده پر مراسمو د برید له راپورونو، سخت اندېښمن دی. پر ملکي وګړو برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.''

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د دې سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ته په یوه لیک کې په دې هکله لیکلي چې:

''د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو په نښه کول او وژل د نړیوال بشردوستانه قانون د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړوونه ده او جنګي جرم ګڼل کېږي.''

د ایران د اسلامي جمهوریت د استازولۍ سفیر او مرستیال غلامحسین درزي په دغه لیک کې، د سې شنبې ورځې (د سپټمبر لومړۍ) د امریکايي بریدونو په اړه ویلي چې دا بریدونه د ایران د سویل په څو ښارونو کې پر ''ملکي وګړو او ملکي هدفونو'' په ''قصدي ډول'' ترسره شوي دي.

ایران وايي، د ۱۴۰۴ کال له کب میاشتې راهیسې، د وروستۍ جګړې له پیل څخه تر اوسه پورې:

''امریکا په وار وار ملکي وګړي، ملکي تاسیسات او حیاتي زېربناوې په نښه کړې دي، چې پکې ښوونځي، روغتونونه، هوايي ډګرونه، استوګنیزې سیمې، پلونه، سړکونه او د اورګاډي اسانتیاوې شاملې دي.''

د هرمزګان ولایت د ژغورنې او مرستندویه چارواکو د راپورونو له مخې، د کوهستک سیمې د برید په ترڅ کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، وژل شوي او له ۶۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

بلخوا امریکا د ملکي وګړو د په نښه کولو ادعاوې رد کړې دي. امریکايي چارواکي وايي چې د سې شنبې شپې هوايي بریدونه د سپاه پاسداران اړوند پوځي اډو او تاسیساتو پر ضد ترسره شوي وو او ملکي اهداف یې نه دي په نښه کړي.