تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ په تېره یوه سلیزه کې لومړنی ژوندی ولسمشر دی، چې پر امریکایۍ سکه یې تصویر کښل شوی
- Author, اوسموند چیا
- دنده, د سوداګریزو چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځور اوس پر یوې امریکايۍ سکې هم ځای موندلی او دا د هغه یو تازه اقدام بلل کېږي چې پر امریکايي بنسټونو خپله شخصي نښه پرېږدي.
د چهارشنبې په ورځ، د امریکا د سکو ادارې (US Mint) د یو ډالري سکې نوې بڼه وړاندې کړه چې د ټرمپ انځور پرې نقش شوی او ترڅنګ یې د (ازادي) او (پر خدای باور لرو) عبارتونه کښل شوي دي. دا سکه د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې په مناسبت جوړه شوې ده.
د سکو ادارې ویلي چې دغه سکې د یو ځای کولو او یادګاري توکو په توګه بازار ته وړاندې کېږي او د ورځني راکړې ورکړې لپاره به په عادي ډول نه کارول کېږي.
د امریکا قانون پر رسمي اسعارو د ژوندیو ولسمشرانو د انځورونو چاپ منع کوي، خو د ۲۵۰مې کلیزې اړوند قانون کې د طرحې یوې ځانګړې مادې د دې سکې د جوړېدو لاره هواره کړې ده.
دغه سکې د ۲۵ سکو د یوې ټولګې په بڼه په ۶۱ ډالرو او د ۱۰۰ سکو د یوې بستې په بڼه په ۱۵۴.۵۰ ډالرو پلورل کېدې. د پلور له پیل څو ساعته وروسته، د سکو ادارې وېبپاڼې وښودله چې دا مهال سکې ''له زېرمه وتلې'' دي، خو ادارې ویلي چې نورې سکې هم تولیدېږي.
دغه سکې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د سکو ادارې په پلورنځي کې د پلور ماشینونو له لارې هم پلورل کېدې.
بي بي سي د نورو جزیاتو لپاره د امریکا د سکو ادارې، مالیې وزارت او سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.
د امریکا د سکو ادارې ویلي چې دا سکه ''د دې تاریخي ملي پړاو د نمانځلو لپاره'' جوړه شوې او د ''یوه نسل په کچه ځانګړی یادګاري ډیزاین'' لري چې تمه ده د معاصرو راټولونو یوه ځانګړې برخه شي.
که څه هم سکې طلایي رنګ لري، خو په رښتیا سره پکې سره زر نه دي کارول شوي. د سکو ادارې د معلوماتو له مخې، سکه ۸۸.۵ سلنه له مسو جوړه شوې او پاتې برخه یې زنک، نکل او د منګنیز لرونکې ژېړ فلزي پوښ لري.
که څه هم دغه سکې په عادي دوران کې نه دي شاملې، بیا هم د قانون له مخې د پورونو او مالیاتو د تادیې لپاره د قانوني پیسو حیثیت لري. خو فدرالي قانون کاروبارونو ته اجازه ورکوي چې خپله پرېکړه وکړي، ایا دا سکې ومني که نه.
په مې میاشت کې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ ویلي وو چې وزارت یې د ۲۵۰ ډالرو نوې بانکنوټ د خپرولو پلان لري چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځور به پرې چاپ وي.
بېسېنټ هغه مهال ټینګار کړی و چې تر دې وړاندې هم یو ژوندی امریکایي ولسمشر د هېواد پر اسعارو راڅرګند شوی و.
د امریکا د خپلواکۍ ۱۵۰مې کلیزې د نمانځنې لپاره په ۱۹۲۶ کال کې خپره شوې نیم ډالري سکې د هغه وخت د ولسمشر کالوین کولیج انځور درلود.
د ټرمپ ادارې دغه راز د ۲۰۲۰ کال د ''Circulating Collectible Coin Redesign Act'' قانون ته اشاره کړې، چې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال تصویب شوی و.
که څه هم دغه قانون د سکو پر شا لوري (tails side) د ژوندیو اشخاصو د انځورونو له کارولو منع کوي، خو د سکې مخ لوري (heads side) په اړه څرګند بندیز نه لري. د ټرمپ انځور هم په دغو نویو یو ډالري سکو کې پر مخ لوري ځای پر ځای شوی دی.
د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا خزانې وزارت هم اعلان کړی و چې ډېر ژر به د امریکا پر کاغذي بانکنوټونو د ټرمپ لاسلیک چاپ شي، چې دا به د واکمن ولسمشر لپاره یو بل بې ساری اقدام وي.