په غزه کې په زرګونه ورک شوي کسان او د کورنیو له درد ډک لټون

    • Author, جان دونسون
    • رپوټ له:, Jerusalem
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

احمد المدهون داسې یو ځوان و، چې سره له ټولو سختیو له ژوند سره یې مینه لرله. یو شوخ، تکړه او چاغک هلک و، چې تل به یې پر مخ موسکا وه.

د غزې په یوه څنډه کې د احمد نیم ویجاړ شوی کور دی.

مور یې هلته ده او په خپل مبایل کې یې د احمد ویډیوګانې راښيي.

په یوې ویډیو کې احمد یوه پیشو غېږ کې نیولې ده.

هغه له ډېرې خوښۍ په شوق چیغې وهي.

په بلې ویډیو کې هغه د لامبو حوض ته ورټوپ وهي او بیا له اوبو څخه په خندا راووځي.

مور یې مجدیه بي بي سي ته وايي:

"هر څوک به د هغه ملګری کېده. هر ځای، چې به تلو، خلکو به ورسره مینه کوله او تل به یې پر مخ موسکا وه. "

خو احمد، چې ډاون سنډروم (طبي اصطلاح ده - یو جینیتکي حالت دی ) لري، ورک شوی دی.

دغه ۲۱ کلن ځوان د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې هغه مهال نادرکه شو، کله چې نږدې دوکان ته د څه اخیستلو لپاره تللی و.

په هغه وخت کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په غزه کې جګړه په شدت روانه وه.

هماغه ورځ په سیمه کې د اسرائیل هوايي بریدونه وشول، او مجدیه ویره لري، چې زوی یې وژل شوی نه وي خو هغې ته تر اوسه یقیني معلومات نه دي ورکړل شوي.

نوموړې وايي:

"ای خدایه، زما زړه هېڅ ارام نه دی. خو ما هیله نه ده بایللې، دوی که هغه هر ډول حالت کې ومومي؛ژوندی، مړ یا تر کنډوالو لاندې خښ یوازې هغه وخت به مې زړه ارامه شي."

د مجدیې په څېر درد د غزې ګڼې میندې احساسوي.

د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې، چې اسرائیل خپل پوځي عملیات پیل کړي، په غزه کې له ۷۳ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ یې د تېر اکتوبر د اوربند له اعلان وروسته وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو دغه شمېرې په عمومي ډول د باور وړ بلل دي.

د اسرائیلو رسنیو د جنورۍ په میاشت کې راپور ورکړ، چې یوه لوړپوړي اسرائیلي امنیتي چارواکي ویلي، پوځ دا شمېرې دقیقې ګڼي.

خو د وژل شویو فلسطینیانو اصلي شمېر ښايي له دې هم ډېر لوړ وي.

د روغتیا وزارت په شمېرو کې هغه جسدونه نه شاملېږي، چې د کنډوالو لاندې پاتې دي، نو له همدې امله ډېر ورک شوي کسان په رسمي شمېر کې نه راځي.

سور صلیب وايي، د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره یې له ۵۰۰۰ څخه ډېرې غوښتنې ترلاسه کړې دي، چې ښايي تر ویجاړیو لاندې ښخ وي.

غزه کې د ملکي دفاع اداره باور لري، چې د ورک شویو کسانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه اوړي.

هره ورځ نوي جسدونه موندل کېږي.

د همدې میاشتې پیل کې، غزه ښار کې د هغو څه باندې سلو کسانو لپاره ډله‌ییزه جنازه ترسره شوه، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوي وو.

د هغوی پاتې شوني دې وروستیو کې وموندل شول او وپېژندل شول او په مناسب ډول خاورو ته وسپارل شول.

سور صلیب وايي، د پراخې ویجاړۍ او د بلدوزرونو د کمښت له امله د جسدونو را ایستل ډېر ستونزمن شوي دي.

په ډېرو مواردو کې د پاتې شونو پېژندنه هم ګرانه ده، ځکه له مړینې ډېر وخت تېر شوی او د ډي ان اې (DNA) ازموینو امکانات هم کم دي، ځکه د اسرائیلو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې اړین تجهیزات غزې ته ونه رسېږي.

د احمد المدهون کورنۍ پوهېږي، چې ښايي هغه وژل شوی وي، خو دا اندېښنه هم لري، چې ممکن د اسرائیلو امنیتي ځواکونو نیولی وي.

د نږدې درې کلنې جګړې په اوږدو کې، اسرائیلي ځواکونو د غزې شاوخوا ۷۰۰۰ فلسطینیان نیولي دي.

اسرائیل کې د شکنجې پر ضد عامه کمېټې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه تر ۵۰۰۰ پورې یې وروسته له دې، چې هېڅ رسمي تور پرې ونه لګېد، بېرته خوشې شوي دي.

د اسرائیلي بشري حقونو د ډلې هاموکېد (HaMoked) په وینا، د همدې میاشتې تر پایه شاوخوا ۱۳۰۰ د غزې بندیان لا هم د اسرائیلو په زندانونو کې له تور او محاکمې پرته ساتل کېږي.

دغه ډله وايي، په دې شمېر کې هغه کسان نه دي شامل، چې نېغ په نېغه د اسرائیلو د پوځ له خوا په پوځي توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.

د هاموکېد او نورو بشري حقونو سازمانونو په وینا، اسرائیل ډېری وخت د نیول شویو فلسطینیانو کورنیو ته نه د هغوی د نیول کېدو خبر ورکوي او نه هم د ساتلو ځای ورښيي.

له همدې امله ډېرې کورنۍ اړ کېږي، چې د غیر دولتي سازمانونو (NGOs) او وکیلانو څخه مرسته وغواړي، چې خپل خپلوان پیدا کړي.

بي بي سي د اسرائیلو له پوځ (IDF) او د اسرائیلو د زندانونو له ادارې (IPS) څخه د هغو راپورونو په اړه پوښتنه کړې، چې ګواکې دوی د نیول شویو کسانو له کورنیو سره اړیکه نه نیسي.

اسرائیلي چارواکو مخکې ویلي وو، چې د جګړې د امنیتي شرایطو له امله د ځینو کسانو اوږدمهاله توقیف اړین و، او دا ادعا یې رد کړې، چې ګواکې نیونې په خپل سر ترسره کېږي.

د غزې ښار د صبره سیمې اوسېدونکې عایده الدریملي، موږ ته د خپل زوی محمود عکس ښيي.

هغه یو ځوان دی، چې پر اوږو یې فلسطیني دستمال اچولی دی.

عایده وايي:

"هغه یو ارام، باادبه ځوان و.

له ټولو خلکو سره یې مینه لرله اوخلکو هم ورسره مینه کوله. "

محمود په ۲۰۲۴ کال کې ورک شو.

کورنۍ یې فکر کاوه، چې ښايي د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوی وي.

عایده وايي:

"د هغه پلار به روغتونونو ته، ته او جسدونه به یې کتل، خو زه دا کار نه شوم کولی. زه په بشپړه توګه ماته شوې وم. "

خو بیا د همدې اوړي په جریان کې په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس خپور شو، چې پکې دوه اسرائیلي سرتېري له یوه فلسطیني بندي سره ولاړ دي. د بندي سترګې او لاسونه یې تړل شوي دي.

عایده ډاډه ده، چې دا هماغه محمود دی.

هغې وویل:

"د هغه د څېرې له بڼې، د ټنډي، خولې، پوزې، د ناستې له طرز، د خولې د بندولو له طریقې، د لاسونو او د پښو له جوړښت یې، هر څه زما د زوی په څېر دي. ټولې نښې یې له محمود سره یو شان دي. "

خو هغې ته معلومه ده، چې یوازې د یوه عکس پر بنسټ په بشپړ ډاډ سره څه نه شي ویلای.

هغې وویل:

"کله چې مې مېړه کېناست او عکس یې راته وښود، زه یو څه ډاډه شوم، خو په ورته وخت کې مې زړه مات شو، ځکه خپل زوی مې په هغه حالت کې ولید. دا سپکاوی و. "

د الدریملي او المدهون دواړو کورنیو ویلي، چې نه دوی او نه هم د دوی زامن له حماس یا په غزه کې له کومې بلې وسله والې ډلې سره هېڅ تړاو نه لري.

بي بي سي د دواړو کسانو په اړه د اسرائیلو د زندانونو له ادارې (IPS) څخه پوښتنه وکړه. ادارې وویل، چې د دوی په ریکارډونو کې د دغو دواړو کسانو د ساتلو هېڅ ثبت معلومات نشته.

بي بي سي همدا پوښتنه د اسرائیلو له پوځه، چې د توقیف مرکزونه او زندانونه هم اداره کوي وکړه، خو پوځ په دې اړه هېڅ ځواب ورنه کړ.

اسرائیل د بي بي سي په ګډون نړیوالو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي، چې په خپلواکه توګه غزې ته داخل شي او هلته راپورونه جوړ کړي.

د الدریملي کورنۍ له سره صلیب څخه غوښتنه کړې، چې معلومه کړي آیا محمود نیول شوی که نه. خو اسرائیل سره صلیب ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی زندانونو ریکارډونو ته لاسرسی ولري.

اسرائیلۍ وکیله تال شټاینر، د هغو فلسطینیانو د موندلو لپاره کار کوي، چې ښايي د اسرائیلو له خوا نیول شوي وي. بي بي سي ته یې وویل:

"د اکتوبر اوومې هر څه بدل کړل. "

هغې زیاته کړه:

"سره صلیب ته د زندانونو د لیدنې اجازه نه ورکول، دا حقیقت ښيي، چې خپله سور صلیب هم د اسرائیلو له خوا د نیول شویو کسانو کوم رسمي لېست نه لري او موږ اړ باسي، چې هر بندي د هغه د کورنۍ د غوښتنې له مخې په جلا توګه ولټوو. دې کار نن سبا د ورکو کسانو موندل خورا ستونزمن کړي دي. "

هغې وویل، د کورنیو لپاره تر ټولو دردونکې خبره همدا ده، چې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه په هېڅ نه پوهېږي.

"دا یو پرانیستی ټپ دی. هېڅکله نه رغېږي. هغوی به تر هغه ارام نه وي، چې پوه نه شي خپل خپلوان یې ژوندي دي که مړه. "

نوموړې زیاته کړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې اسرائیلو د احتمالي فلسطیني بندیانو د موندلو بهیر ډېر ستونزمن کړی دی.

"د هغو کسانو لپاره، چې نه پوهېږي د کورنۍ غړي یې چېرته دي، دا د درد پر زخم نوره مالګه شیندل دي. دا یو ډېر سخت رواني حالت دی، چې میاشتو او ان کلونو پورې دوام کولی شي. "