بي بي سي په ارګ کې: د طالبانو حکومت لومړی وزیر څه ډول ژوند لري؟

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي، کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د کابل ښار له زنبق څلور لارې تېر، د اماني لیسې مخې ته پر ورغلي سړک اریانا څلورلارې او بیا ارګ ته ورتګ د ډېرو ځوانانو لپاره نوې او د پاخه عمر افغانانو لپاره د تېر خاطرې دي.

زه لومړنی خبریال یم چې د طالبانو حکومت تېرو پنځو کلونو د افغانستان د واک او ځواک حساس ځای، ارګ ته له کامرې سره ځم.

د طالبانو حکومت له ریس الوزار سره د کامرې پر وړاندې خبرې کوم، او له داسې ورغلو کسانو سره هم مخامخېږو چې دلته یې د لیدو تمه نه وه.

ارګ ته ورغلې لارې ان د تېر افغان جمهوریت پر مهال د ډېرو له سترګو پناه وې.

له اریانا څلورلاې په اوښتو د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې مرکز و چې ټلیفون کارول په کې لا ورڅېرمه منع و.

د ارګ له مخې تېره شوې لاره کې د چنارونو ونې د ودان افغانستان له پېره دي چې، د ډېرو افغان واکمنو هرکلي ته ولاړې پاتې شوي.

د ارګ د ډبرینې کلا څوکۍ تېره یوه نیمه پېړۍ کې د افغانستان د واک ساتلو سمبول دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر۱۵مه، سهار د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هسک و، له ماسپښین وروسته د طالبانو حکومت سپینه جنډه پورته شوه او دې سره طالبان د دویم وار لپاره پر افغانستان واکمن شول.

له وره دننه، د ۱۴۵ کلنې کلا دیوالونه یو سام او اغېز لري.

مهمه نه ده چې واکمن څوک دی.

د اوبو او د کوتر د وزرو شور، هر ورتلونکي ته زړه وړونکی منظر دی.

ودانۍ هماغه ده خو د چارواکو جامه او بڼه یې بدله ده، د دریشۍ والو پر ځای تر ډېره وطني تشریفات لیدل کېږي.

دلته څو ماڼۍ دي چې هره یوه کې ځانګړې چارې پر مخ ځي، خو حرم سرای او ګلخانۍ ماڼۍ ته نږدې ودان جومات تر ټولو غوره ځای دی چې دا ټول چارواکي په کې د لمانځه پر وخت راټولېږي.

موږ ته وویل شو چې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخند زاده هم وخت ناوخت ارګ ته راځي او په حرم سرای کې پايي....

په هر کونج کې ولاړ کسان خامخا پر څه مهمو مسلو غږېږي.

موږ ولیده چې د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت، ورسره د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د افغانستان په شمال ختیځ کې پر راولاړو امنیتي ننګونو خبرې کولې...

د ښار او کور جوړونې وزیر نجیب الله حیات حقاني، له کډوالۍ د راستنو شویو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړلو خبره راوړې وې.

دلته مو یو داسې څوک هم وموند چې دا یوه میاشت یې په لټون وو.

د بدخشان یو ځايي قومندان جمع خان فاتح چې د مخالفت او پخلاینې اوازې یې خپرې وې، دلته له ریس الوزرا سره د لیدنې لپاره راغلی و.

جمع خان فاتح له دې لیدنې میاشت وروسته بیا هم په خپله سیمه کې یوې بله شخړه کې ښکېل شو.

ارګ هر واکمنۍ کې یو ځواکمن سړی لري، هغسې چې د پخواني ولسمشر کرزي واکمنۍ کې د هغه د دفتر ریس کریم خریم یادېده، اوس ډاکټر عبدالواسع خادم د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د دفتر ریس دی، چې په سنګي ماڼۍ کې کارځای لري.

په ارګ کې د لومړي او حکومت کې د دویم مقام، ملا محمد حسن اخند سره لیدو ته د همده له لارې ورتله کېږي.

پر لاره یوه تاریخي دروازه دې مخ ځان پسې اړوي...

د ګلاخانۍ ماڼۍ هغه ور چې پخواني ولسمشران او واکمن پرې خپل دفتر ته ننوتل...

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د ناستې لار بیا بیله ده.

دا ودانۍ چې په تېر کې د تشریفاتو ادارې اړوند وه اوس د ارګ د مشرتابه د ناستو ولاړو او اړیکو یوه خونه ده.

د ریس الوزرا ناست ځای.

ماته د لیدو او د ده د حکومتولۍ د ورځنیو چارو د مخ ته وړلو اړوند، پوښتنو ته اجازه راکړل شوه.

د طالبانو حکومت له همدې همدې کوټې اداره کېږي چې موږ په کې له ریس الوزرا سره کیناستو.

پر ژېړ بخن ټغر چې توشکې یې هم نه درلودې د ده ملګري، وزیران او نور ورتلونکي ورسره بنډار کوي.

پر دېواله د ګړۍ ستن ټک ټک کوي یو داسې ساعت چې تر ډېره د پنځه وخته لمانځه وخت په کې معلوم دی.

له هغه مې د ورځې پیلېدا په اړه وپوښتل،

" اول کار زموږ دا وي چې د ادارې امور چې دا څه پېشنهادونه وي، د خلکو غوښتنې وي هغه خلاصوو نو هغه که په یوه ساعت کې خلاص شول که په دوو کې خلاص شول او که په درېیو کې خلاص شول، چې د دوی کار مې خلاص کړی نه وي تر هغې په بل کار شروع نه کوم. د دوی چې څه شیان دي ،مختلف پېشنهادونه وي، غوښتنې وي، یا د مختلفو شرکتونو مطالبې وي هغه چې خلاص شول بیا نو لس کسان وي یا پنځه کسه وي یا شپږ کسه وي دا وزیران وي، قومي خلک وي، علما وي یا د محاکمو ځینې مشران وي بیا د هغوی نوبت وي او په نوبت راځي خپل مشکل وايي، چې دا خلاصیږي بیا د ماسپښین لمانځه وخت وي."

ورته مې د ۱۹۹۹ کال دا ګسټ میاشتې داسې شېبې وریادې کړې چې ملا محمد حسن اخند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر و او اسلام اباد ته د سفر پر مهال یې د پاکستان د بهرنیو چارو د هغه مهال وزیر سرتاج عزیز هرکلي ته ولاړ دی. ده وویل

" هغه وخت کې هم زه د ریاست الوزرا اداري مرستیال وم بیا د څه وخت لپاره وزارت خارجې ته ولاړم نو په هغه وخت کې چې زه ولاړم هغه وخت زه وزیر خارجه وم په هغه وخت کې په مجموع کې د افغانستان هغه دومره نه و لکه اوس چې دی په هغه وخت کې ځینې مشکلات و او په ځینو ځایونو کې څه جنګونه هم و"

بي بي سي له هغه پوښتنه وکړه چې د هېواد له وضعیته څنګه ځان خبروي؟

د طالبانو حکومت رییس الوزار وايي " دلته موږ داسې اداره لرو چې په ټول افغانستان کې د ټولو ولایتونو د نظامي او ملکي ځایونو ورځني معلومات ټولوي چې چېرته چا څه مشکل جوړ کړی وي هغه موږ ته عاجل معلومات راکوي."

د ارګ تر ټولو لوړپوړی چارواکی او سفرونه یې

د طالبانو حکومت رییس الوزرا مو د ولایتي سفرونو په اړه هم وپوښته چې کومو ولایتونو ته تللی؟

هغه مسک شو او ویي ویل " سفرونه مې ګردو ته کړي خو ډېر نه ګرځم، ماته دا ملګري وايي چې ولایتونو ته ځه، خو زه وایم چې زما مرستیالان او نور ملګري ځي. ماته بیا دا خوند راکوي چې د یوه مسلمان کار وشي، دا د خپل ځان تر تفریح او استراحت یا ګرځيدو، دا خوند راکوي چې د یوه مسلمان کار وکم که هغه کوچنی کار هم وي.نو وځم نه، سهار چې راووتم تر ماسخوتنه دلته ناست یم."

ملا حس اخوند وايي له ځيرک او لوی موبایل سره ډېر کار نه لري یوازې خبرونه پرې اوري، ساده وړوکی موبایل کاروي او په ټکو یې یوازې د شپې یې خلاصوي.

نوموړی وايي، "کور ته چې لاړ شم دا موبایل خلاصوم "چې ویده کېږي له غوږ سره نږدې کوچنی تیلفون ایږدي او په ټکو یې "د دفتر مشر او دلته یو بل حاجي زموږ ملګری دی هغوی ته مې ویلي چې که د شپې کوم ضرورت پیدا شو که یوه بجه وي، که دوې بجې وي، که درې بجې که هر څه، کار پیدا شو ماته به زنګ راوهئ، او که مو زنګ را ونه واهه غاړې به مو بندې وي"

د حکومتي څوکیو د ټاکنو او د ارګ د مسولیتونو په اړه مې پاتې پوښتنې بېرته د ریس الوزرا د دفتر مشر ته راواړولې، دا چې د ارګ او کندهار کې مېشت مشرتابه ترمنځ د کار وېش څه ډول دی؟ ډاکټر عبدالواسع راته وايي.

" ضرورت ته کتل کېږي په اصل کې که کوم وزارت یا کوم لوی ریاست څه پېشنهاد لري نو رییس الوزرا ته راځي، تر درېیم بسته پورې صلاحیت خپله د رییس دفتر دی."

ارګ که د ولسمشر دفتر وي او که د لومړي وزیر، د افغانستان په دودیز سیاست کې د واک او ځواک داسې مرکز دی چې نیول یې یوه ننګونه او ساتل او چلول یې له هغه لا ډ‌ېر زورغواړي. او زه هم چې پر لمر پرېواته له دې ځایه وتلم د افغانستان د تېر وینلړلي تاریخ او سیاسي غورځوپرځو په تړاو ګڼې پوښتنې مې پر ذهني راورېدې..معلومه ده چې ډېر یې اسانه نه ده چې ځواب ومومی.