اروپا او امریکا کې ځنګلیز اورونه؛ "بایډن د اقلیم بېړني حالت پر اعلانولو غور کوي"

Oak Fire burns along Highway 140, a main artery into Yosemite National Park, near Mariposa, California, US. July 22, 2022.
د خپرېدو وخت

اروپا تېره اوونۍ د تودې هوا شدیده څپه تجربه کړه.‌ ځینې اروپايي‌ هېوادونه آن لا تر اوسه هم د ځنګلیزو اورونو د کنټرول او وژلو په هڅو بوخت دي.‌

دغو اورلګېدنو کې زرګونه هکتاره ځنګلي سیمې سوځیدلي او لسګونه زره کسان اړ شوي چې خپلې مېنې او کورونه پرېږدي.

دلته درسره د دغو اورلګېدونو ځینې عکسونه شریکوو.

اسپانیا

اسپانیا کې اور د تېرې پنجشنبې پر ورځ د کنري ټاپوګانو تنېریفې کې بل شو.

دغه اور بېلابېل ښارونه اغېزمن کړل او د باد لوري بدلون یې د کنټرول او وژلو چارې سختې کړې.

د تنېریفې ځینې اوسېدونکي خوندي‌ ځایونو ته وایستل شول.

د دې ځای یوه اوسېدونکې وایي "هېښوونکې ده چې کور کې ناست یې او هېڅ د داسې څه د پېښېدو تمه نه لرې. بیا یو ناڅاپه اړ شې په بېړه، دوو دقیقو کې بکس، ماشومان او کورني ژوي‌ درسره واخلې، ډېره سخته ده."

Two men on horseback, with smoke seen behind them.
People load dogs into a van.

سلووانیا

د دغه هېواد لویدېځ کې ایټالیا سره پولې ته څېرمه د پنجشنبې او جمعې پر ورځو اورلګېدنې ښه په زور کې روانې وې.

کراس سیمه کې د ګڼو کلیو اوسېدونکي خوندي ځای ته وایستل شول.

زرګونو اور وژونکو هلته د اور د کنټرول او د لا ډېر خپرېدا هڅو کې برخه واخیسته.

Flames can be seen rising above an island.
A fire engine sprays water on a forest fire.

یونان

د دغه هېواد په لېسبوس ټاپو کې د تفریح او ګرځندوی له یوې مشهورې سیمې بهرني سیلانیان او ځايي‌ اوسېدونکي وایستل شول. د دې ځای غرني ځنګله کې لګېدلی اور ډېر ژر د ساحل تر غاړو ورسېد او یو شمېر‌ کورونه یې له کومي تېر کړل.

ځینو د پاخه منګ کسانو بسونو ته تر ختلو وړاندې یوازې همدومره وکړای شول چې څو پلاستیکي‌ کڅورو کې خپل مهم شیان ورسره واخلي.

A man runs from flames in a field.
Sun loungers on a beach have been burned.
Two people sit on a bus.

فرانسه

د دغه هېواد په سویل لوېدیزه ګیروندې سیمه کې دوه ځایه لګېدلي‌ اورونه اوس کنټرول شوي.

د بېړنیو خدماتو ادارې اور وژونکو شپه او ورځ د دغو اورونو د وژلو پر هڅو بوخت وو.

دلته هم لګېدلو اورونو زرګونه هکتاره سیمو ته زیان اړولی دی.

A helicopter drops water on a fire.
A burnt-out tractor and car.
The remains of a burnt house.

امریکا

پر اروپا سربېره امریکا کې هم د تودې هوا شدیده څپه رالوتې ده.‌

د دغه هېواد پلازمېنه واشنګټن ډي سي او دالاس کې د یکشنبې پر ورځ تودخه د سانتیګراد ۳۸ او ځينو سیمو کې ان تر ۴۱ درجو ورسېده.‌

د کلیفورنیا 'یوسېمیتي ملي پارک' ته نژدې لګېدلی ځنګلي اور د دې لامل شو چې د دغه ایالت ځینو برخو کې بېړنی حالت اعلان شي.

د دغه اور له کبله تر ۶۰۰۰ ډېر کسان له سیمې ایستل شوي او ۱۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

The Oak Fire burns near Darrah in Mariposa County, California, U.S. July 23, 2022
Firefighters look on as the Oak Fire burns in Darrah in Mariposa County, California, U.S. July 22, 2022.

د اقلیم بېړنی حالت

له دې سره له امریکا په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ولسمشر جو بایډن د اقلیم بیړني‌ حالت په اعلانولو غور کوي.

دا خبره د اقلیم برخه کې د دغه هېواد استازي جان کیري بي بي سي‌ ته کړې.

د اقلیم بېړني‌ حالت اعلان به د امریکا حکومت ته دا واک ورکړي چې د زرغونې او بیا تجدید وړ انرژۍ لپاره خپلې پالیسۍ په پرانیستي لاس پر مخ یوسي.

د امریکا کانګرس او ستره محکمه د دغو پالیسو بشپړ ملاتړ نه کوي.

Helicopter battles wildfire in Mariposa County, California, 23 July 2022
Fires blazing in California

‌ښاغلي بایډن د چارشنبې پر ورځ د داسې تاسیساتو جوړولو کې مرستې لپاره ۲ اعشاریه ۳ میلیارد ډالر اعلان کړل، چې د خرابې هوا او نورو طبیعي ناورینونو پر وړاندې مقاومت ولري.‌

جان کیري ویلي نړۍ پر دې د پوهېدو په حال کې ده چې زرغونه انرژي انفلاسیون راکموي، د انرژۍ لګښتونه ټیټوي، دندې او بوختیاوې پيدا کوي او د روغتیا او امنیت ښه کېدو سره مرسته کوي.