چا د سوریې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي؟

د عکس سرچینه، Amjad Kurdo / Middle East Images / AFP via Getty Images
سوري رسنیو او خپلواکو شنونکو د دغه هېواد د ګازو پر نللیکو او د انرژۍ پر بنسټونو له بریدونو او چاودنو وروسته، د دغو پېښو د عاملینو او موخو په اړه بېلابېلې ارزونې خپرې کړې دي.
دې لړ کې ځینو د پړې ګوته اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش، یو شمېر بیا اسرائیلو ته نیولې، ځینو ایران ته نږدې ځواکونه دې هر څه کې په لاس درلودو تورن کړي دي. د ډېرو ټینګار دا دی چې لا هم یوه معلوم لوري پورې د دغو بریدونو د تړلو لپاره کافي شواهد نشته.
د سوریې رسنیو د انرژۍ پر بنسټونو وروستي بریدونه د اقتصادي پایښت د بهیر او د پانګونې د جلبولو چارې د کمزوري کولو له پراخو هڅو سره تړاو ورکړی دی. دغو راپورونو د برېښنا، عامه خدمتونو او پانګونې لپاره د دغو بریدونو پر پایلو، او همدا راز د سوریې د انرژۍ د پراخو بنسټونو د ساتنې او خوندیتوب پر وړاندې پر پرتو ننګونو بحث درلوده.
پلازمېنه دمشق کې مېشتې د (عنب بلدي) وېبپاڼې د دغو پېښو په اړه یو مفصل راپور خپور کړ. دغې رسنۍ استدلال وکړ چې وروستۍ پېښې یوازې خورې ورې حملې یا تخنیکي نیمګړتیاوې نه دي. راپور د دمشق نږدې د تشرین برېښناکوټ ته د ګازو رسولو پر نللیکه، د الشولة او دیرالزور ترمنځ پر بلې نللیکې چاودنو او همدا راز مصیاف ته نږدې د انجنیرانو او کارګرانو پر یوه بس حملې ته اشاره کړې چې هدفي او پلان شوي بریدونه وو.
هغو شنونکو چې عنب بلدي ورسره خبرې کړې دي، پر دې باور دي چې د دغو حملو موخه د سوریې د اقتصادي ثبات کمزوري کول او د دغه هېواد د انرژۍ د بنسټونو زیانمنول ښودل وو. یوه څېړونکي وویل داسې ښکاري چې دا پېښې د سوریې د اقتصاد سېسټماتیکې په نښه کول دي. هغه زیاته کړه د موخو ټاکل او د بریدونو مهالوېش د استخباراتي، لوژستیکي او مالي همغږۍ کچه ښيي چې یوازې له امنیتي تشو په ګټه اخیستنه کېږي. هغه اسرائیل یو له احتمالي بهرنیو لوبغاړو وګاڼه، خو هممهاله یې وویل چې ایران او حزبالله هم ښايي د ناکرارۍ له رامنځته کولو ګټه پورته کړي. هغه دا ډول د دغو بریدونو د ترسره کولو لپاره د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله والو کړیو د کارونې احتمال هم یاد کړ.
یوه بل شنونکي هم وویل څو لوبغاړي د حکومت د مشروعیت او د سوریې د اقتصادي ثبات د بهیر له کمزوري کولو ګټه پورته کوي. د هغه په وینا، دا بریدونه کولی شي د خلکو د معیشت پر کچه فشار زیات کړي، پانګونه کمه کړي او د انرژۍ د لېږد سیمهییزې لارې باندې د سوریې د بدلولو پروګرامونه کمزوري کړي.
نورو رسنیو هم د بهرنیو عواملو د نقش په اړه خبرې او بحثونه کړي. د (العین سوریه) وېبپاڼې هم ورته لیدلوری درلوده. دغې رسنۍ د یوه څېړونکي له نکله ولیکل چې یو لوېدیځ یا اسرائیلی لوبغاړی په مخامخ ډول د دغو حملو تر شا دی، که څه هم ټینګار یې وکړ چې د داسې ادعا ثابتول امنیتي او استخباراتي شواهدو ته اړتیا لري. هغه همدا راز له امنیتي کمیو د داعش ډلې د وسله والو کړیو او سیمهییزو وسلوالو ډلو د سوءاستفادې احتمال کم ونه باله، خو خبرداری یې ورکړ چې باید یوازې پر دې بنسټ چې څو لوبغاړي له ناکرارۍ ګټه پورته کوي، دا پایله ترلاسه کړو چې هغوی له یو بل سره په همغږۍ کار کوي.
د سوریې ټلویزیون هم یو بشپړه خپرونه دغو پېښو ته ځانګړی کړې وه. یوه تحلیلګر وویل پر بنسټونو بریدونه ښايي د برېښنا د بهیر د تېزولو، د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکې کمزوري کولو او د بهرنۍ پانګونې د ټکنۍ کولو په موخه ترسره شوې وي.
هغه وویل ګومان یې دا دی چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش اړونده کړۍ یا د حکومت له کنټروله وتلې نورې ډلې دې چاره کې ښکېلې وي، خو څو ځلې یې ټینګار وکړ چې تحقیقاتو لا هم د دغو بریدونو مسئولیت نه دی څرګند کړی. هغه زیاته کړه هم اسرائیل او هم ایران ممکن د سوریې د انرژۍ په پروژو کې له ګډوډۍ ګټه پورته کړي. د انرژۍ یوه کارپوه بیا دا پېښې د سوریې د "انرژۍ امنیت" لپاره یوه ازموینه وبلله. هغه وویل دغه زیانونه د رغونې د لګښتونو او د برېښنا د تولید د درېدو له امله له رامنځته شوي زیان سربېره، پراخ اقتصادي زیان هم لري، ځکه چې فابریکې او کارخونې د فعالیت درولو ته مجبورې شوې دي. دغې رسنۍ زیاته کړه سوریه د نللیکو لپاره بدیلو لارو او د انرژۍ متنوعو سرچینو ته اړتیا لري او د نللیکو د پراخې شبکې ساتنه تر هر څه دمخه په استخباراتي فعالیتونو او مخنیونکو اقداماتو پورې تړلې وي.
د شام خبري شبکې ډېر محتاطانه دریځ غوره کړ او ویې لیکل د دغو پېښو تکرار او د نفتي سیمو د مدیرانو د ګواښلو په اړه راپورونو دا پوښتنه رادبره کړې چې ایا د انرژۍ برخه په قصدي توګه په نښه شوې که نه.
له دې سره سره، دغې رسنۍ ټینګار وکړ چې د یوه معلوم عامل د مسولیت یا له یو بل سره د دغو پېښو د تړاو په اړه کافي شواهد نشته او د مسولیت جوتېده د څېړنو پایلو پورې اړه لري.
د (العربي الجدید) سیمهییزې ورځپاڼې هم ولیکل هیڅ داسې ثبوت نشته چې د هغې پر بنسټ مسولیت کوم مشخص لوري ته منسوب شي. یوه شنونکي دغې ورځپاڼې ته وویل د داعش هستې، د اسد د پخواني حکومت پاتې شونې چې له ایران او حزبالله سره تړلي دي، او همدا راز اسرائیل، له هغو لوبغاړو دي چې ممکن د دې برخې په ناکرارۍ کې یې ګټې خوندي وي.
هغه دا موضوع د عربو د ګازو نللیکې د پراخولو لپاره د سوریې له هڅو او همدا راز د هرمز تنګي په شاوخوا کې له رامنځته شویو پېښو او ګډوډیو سره هممهاله، په سیمه کې د انرژۍ د یوې بدیلې لارې په توګه یاده کړه چې کېدلی شي ځینې کړۍ یې د مخنیوي هڅه وکړي.



















