د بوتان د کوچني شهزاده د کلیزې هرکلی

د خپرېدو وخت

د بوتان د شاهي کورنۍ پلویان د کوچني شهزاده د یو کلنۍ د انځورونو هرکلی کوي، چې ځانګړې کلیزه هم ترې جوړه شوې ده.

تقویم شاهزاده کوچک بوتان

شهزاده جیګمي نامګیال وانګ چوک په دې انځور کې له خپلې ګوډۍ سره لوبې کوي. زېړې شاهي دودیزې جامې یې اغوستې دي. نوموړی د فرورۍ پر پنځمه یو کلن کېږي.

تقویم شاهزاده کوچک بوتان

یو کال وړاندې د دغه ماشوم د زوګړې په مناسبت په بوتان کې یو لک ونې وکرل شوې. بوتان د همالیا په لوړو کې د چین، هند او د نېپال ترمنځ پروت دی.

تقویم شاهزاده کوچک بوتان

دا انځورونه کلیزه لري او د بوتان پاچایۍ عامه اړیکو په خپله وېبپاڼه کې لیکلي، "دا ځانګړي انځورونه" وړیا ډانلوډولی شئ.

تقویم شاهزاده کوچک بوتان
تقویم شاهزاده کوچک بوتان

جیګمي خسار نامګیال وانګ چوک د نړۍ یو خورا تر ټولو ځوان پاچا دی. دا یې په لینکانا ماڼۍ کې انځور دی. چې دا کورنۍ پکې اوسي.

تقئیم شاهزاده کوچک بوتان

په بوتان کې له ۱۹۹۹ کال راهیسې نېټ خلکو ته رسېدلی، خو شاهي کورنۍ په تېره د دې هېواد ملکې جتسون پما پرلپسې د خپلې کورنۍ د انځورونو په خپرولو له خلکو سره د دې کورنۍ اړیکي پیاوړي کړي دي.

تقویم شاهزاده کوچک بوتان