د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي د بډایه شويو یورانیمو زېرمې به له هېواده بهر ونه لېږدول شي

عراقچي
د عکس تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا د باور ډاډ وغوښت
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران د بډایه شويو یورانیمو زېرمې به له هېواده بهر ونه لېږدول شي، خو د دې موضوع په اړه د شته اختلاف د حل لپاره د منلو وړ لاره موندل شونې ده.

ښاغلي عراقچي له یوې ایرانۍ دولتي ورځپاڼې سره په مرکه کې د شاوخوا ۴۰۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه بډایه شويو یورانیمو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره د ټولو خواوو د منلو وړ یوه فورمول ته رسېدل ممکن دي.

هغه وویل چې په دې لاره کې ایران دوه سره کرښېلري، لومړی دا چې اټومي توکي به له ایرانه بهر نه لېږدلول کېږي. دویم، شته زېرمې به د ایران د اړتیاوو او ملي ګټو له مخې وکارول شي.

د هغه په وینا، بېلابېلو منځګړو یو شمېر وړاندیزونه وړاندې کړي چې ځینې یې د غور وړ دي، خو د یورانیمو د زېرمو موضوع له نورو اختلافي مسایلو جلا نه شي حل کېدای. عراقچي ټینګار وکړ چې دې مسئلې ته باید د یوه هراړخیز تړون په اډانه کې د حل لاره ولټول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې تهران له امریکا لومړۍ تمه لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څرګنده اعلان وکړي چې واشنګټن د یوه توافق غوښتونکی دی او د اعتماد د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې ایران باوري شي، امریکا په خبرو اترو کې جدي ده.

عباس عراقچي وویل چې د دې پلان د عملي کېدو د وخت په اړه ایران انعطاف لري، خو د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره باید د تهران اووه شرطونه پوره شي.

هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو تبادله د قطري او پاکستاني منځګړو له لارې روانه ده، او تهران هیله لري چې داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي یا جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اټومي تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د تهران رسمي دریځ لا هم هماغه پخوانی دی. خو هغه ومنله چې د اټومي تګلارې د احتمالي بدلون په اړه دننه په ایران کې روان بحث یوه جدي موضوع ده.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو دی داسې کوم جوړجاړي ته چمتو نه دی چې د هغه په باور د منلو وړ نه وي.

ټرمپ وویل: "موږ یوه رښتینې هوکړه غواړو، نه نمایشي او نه هم مصنوعي هوکړه."