یوه لارۍ چلوونکي ته څنګه د ۱۲۰ میلیونه روپيو لاټري ووتله؟

- Author, نوجوت کور
- دنده, بيبيسي پنجابي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د هندي پنجاب د موهالي سیمې اړوند د یوه واړه کلي اوسېدونکي ته په لاټرۍ یا قرعهکشۍ کې ۱۲۰ میلیونه هندۍ کلدارې وتلې دي چې شاوخوا (یو اعشاریه درې) میلیونه امریکايي ډالر کېږي.
دغه سېک سړی بلجېندر سېنګ نومېږي او د همایونپور کلي اوسېدونکی دی.
نن سبا یې په کور کې د خوشالۍ جشن دی او کورنۍ یې پر خلکو خواږه او میټايۍ وېشي.
د خپلې لور پښو ته ټیټېدل
بلجېندر سېنګ وايي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په بېلابېلو جشنونو کې د قرعهکشۍ او یا د لاټرۍ پچې اچونې ټېکټ اخلي. خو په وینا یې، نه یې د خپلې کورنۍ په ګډون څوک له دې خبرې خبر دي او نه یې هم په اصطلاح، پر اوږې د بخت مارغه کله ناست و.
د دولتي لاټرۍ اوسنی ټېکټ چې دی یې میلیونر کړ، په تېر دیوالي جشن کې یې په ۵۰۰ روپۍ اخیستی و.
ښاغلی سېنګ وايي، "کله به چې د دیوالي او یا لوهړي جشن کې د لاټرۍ ټېکټ خرڅېده نو ما به هم خامخا یو پکې اخیسته، خو په کور کې مې هیچا ته هم دا خبره نه ده کړې".

دی زیاتوي، " ټېکټ به مې چې واخیست نو له خپلو اسنادو سره به مې کېښود. د قرعهکشۍ/پچېاچونې پایلې به چې اعلان شوې نو ټېکټ به مې ولید چې کوم څه راته وتلي او که نه. تل به مې دعا کوله چې کاش یوه ورځ خو یو څه راته پکې ووځي. چې زنګ راغی نو د لور پښو ته ټيټ شوم او دوکان ته ورغلم".
له ده چې وپوښتل شول چې ولې د خپلې لور پښو ته ټيټ شو نو په ځواب کې یې وویل، "ځکه چې که خدای زما غږ واوري او انعام راته ووځي".
ټېکټ خرڅوونکي په څنګه چل خبر کړ؟
که څه هم بلجېندر سېنګ ته په لومړیو کې ټېکټ خرڅوونکي دوکاندار زنګ وهلی او ورته ویلي وو چې لاټري یې وتلې ده خو دا خبره یې نه وه ورته کړې چې دومره ډېرې پیسې یې ګټلې دي.
دغه هټۍوال وېشال ګرګ نومېږي. بيبيسي ته یې په دې هکله وویل، "بلجېندر سېنګ له تېرو۱۰- ۱۲ کلونو راهیسې زموږ دوکان ته راځي او د لاټرۍ ټېکټ اخلي. دا ځل یې چې په پچه کې نوم راووت نو زنګ مو ورته وکړ.
دی هغه شېبه لارۍ ته ناست و. ویل مو چې وارخطا نه شي او ټکر و نه کړي نو د پېسو کچه مو ور و نه ښودله".

دی همداراز وايي، "یوازې همدومره مو ورته وویل چې یو انعام دې ګټلی دی. کله چې راغی او خپل ټېکټ یې راووړ نو ورته ومو ویل چې ډېر لږ څه په لاټرۍ کې درته وتلي دي. ډارېدو چې له خوښۍ کوم څه پرې و نه شي".
وېشال ګرګ وايي چې وروسته یې په ښاغلي سېنګ باندې اوبه وڅښلې او ورته ویې ویل چې که ډېرې پیسې ورته وتلې وي نو څه به وکړي؟
دی وايي، "حیران دیران یې راته کتل. بیا مو ورته وویل چې پنځه میلیونه درته وتلي، لس میلیونه درته وتلي او چې په پای کې مو سپينه خبره ورته وکړه چې په قرهکشۍ کې پوره ۱۲۰ میلیونه روپۍ درته وتلې دي، نو بیخي هکپک شو. وروسته ډېر خوشال و، ویل یې چې ټوله شپه به خوب ور نه شي او ټېکټ به تر بالښت لاندې سمبال وساتي".
"د بدلېدو والا نه یم"
بلجېندر سېنګ دوه اولادونه لري او هره میاشت د لارۍ په چلولو یوازې یو څو زره روپۍ پيدا کوي. خو له دومره غټ انعام ګټلو سره سره دی بیا هم وايي چې خپله خواري مزدوري او همت نه پرېږدي او نه به هم خپل مسلک بدل کړي.
ده بيبيسي ته وویل، "زما چې له لومړي سره کوم خوی دی، هغه فطري دی او هېڅکله به هم بدل نه شي".
ښاغلی سېنګ زیاتوي، "زما طبیعت له لارۍ چلولو سره جوړ دی، همدا مې کار دی او کوم به یې. مسلک مې نه بدلوم. د اولادونو او کورنۍ مې خپل کار دی چې هر څه کوي، خو زه به خپل همت او زحمت همداسې روان ساتم؛ عادي ژوند به کوم او خپله لارۍ به چلوم".
د بلجېندر سېنګ ۷۰ کلنه مور هم همدا خبره ورسره غبرګوي او وايي،"موږ چې پخوا څنګه وو، هماغسې به اوسو. ډېر تکلیفونه مو ګاللي او زحمتونه مو ایستلي دي. زما عمر ۷۰ کلونو ته رسېدلی، په دې عمر کې به ولې بدلېږو؟".



















