د ملا برادر او الکسي اوورچوک لیدنه
د ملا برادر او الکسي اوورچوک لیدنه
د خپرېدو وخت
د طالبانو حکومت د لومړی وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خپل روسي سیال سره کتلي.
روسي لوري غوښتي چې په خپلو په بازارانو کې د افغانستان محصولاتو ته اسانتیاوې برابرې او د ترانسپورتي او ترانزیټي لګښتونو په کمولو کې همکاري وکړي.
ملا برادر ویلي دوی غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم تر ممکنې لوړې کچې ورسېږي.
الکسي اوورچوک ویلي افغانستان دوی لپاره یو مهم هېواد دی او دې ته ارزښت ورکوي چې اړیکې ورسره جوړې کړي.
هغه ویلي، موخه یې په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات لپاره د شرایطو رامنځته کول دي.
اوورچوک زیاته کړې دوی دا مهمه ګڼي چې د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې برخه واخلي.



