بریتانیا کې دوه افغانان پر یوې کمعمره نجلۍ په جنسي تېري مجرم پېژندل شوي
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو د دوو افغانانو یوه وېډیو خپره کړې چې وايي پر یوه کمعمره نجلۍ د جنسي تېري په جرم مجرم پېژندل شوي دي.
پولیس وايي، ۲۵ کلن بریالي رحیمي تېره فبرورۍ میاشت کې د یوه اورګاډي د ننه پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی و او د هغه نژدې ملګري میر عبدالرحمن سادات هم پر نجلۍ جنسي تېری کړی او ځورولې یې ده.
د انر لندن کراون محکمې ویلي چې دغو کسانو پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ 'وحشیانه او اوږدمهاله' جنسي تېری کړی او مجرم پېژندل شوي.
دا پېښه کېنټ کې کنټربري ته نژدې شوې ده.
اورګاډي کې د څار کامرو ثبت شوې وېډیو کې ښکاري چې رحیمي تور جاکټ اغوستی او د اورګاډي منځ کې روان دی او ملګری یې سادات هم د اورګاډي دهلېز کې ښکته او پورته ګرځي.
دواړه د فبرورۍ پر لسمه د لندن لوېدېځ کې نیول شوي. دواړه مجرمین به د انر لندن کراون محکمې ته د ډسمبر پر ۱۸مه سزا اورېدو لپاره حاضر کړل شي.



