عطارد ولې لمر ته په دومره نژدې واټن کې بیا هم د یخ کنګل لري؟

د ویډیو تشریح، عطارد ولې لمر ته په دومره نژدې واټن کې بیا هم د یخ کنګل لري؟
عطارد ولې لمر ته په دومره نژدې واټن کې بیا هم د یخ کنګل لري؟
د خپرېدو وخت

د لمریز نظام په داخلي برخه کې له اتو کلونو سفر وروسته، د "بېپي‌کولومبو" (BepiColombo) په نوم یوه فضايي بېړۍ عطارد سیارې ته د نژدې کېدو په حال کې ده. دا فضايي بېړۍ به زموږ د یوې له هغو ګاونډیو سیارو څخه چې په اړه یې لږ معلومات لرو، رازونه وڅېړي؛ لکه دا چې له لمر سره دومره نژدې یوه سیاره څنګه پر خپله سطحه یخ لرلای شي؟