څېړنه: ۲۰۳۵ کال پورې به نړۍ کې د مسلمانانو شمېر د مسیحیانو پرتله ډېر شي
څېړنه: ۲۰۳۵ کال پورې به نړۍ کې د مسلمانانو شمېر د مسیحیانو پرتله ډېر شي
د خپرېدو وخت
د 'پي اي ډبلیو' څېړنیز مرکز د یوې نوې څېړنې له مخې، چې تر ۲۰۷۰ کال پورې د نړۍ د مذهبونو نفوس اټکلوي، ویل کېږي، چې تر ۲۰۳۵کال پورې به په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر د مسیحیانو پرتله ډېر شي او د نړۍ تر ټولو لویه مذهبي نفوس به وګرځي.
اټکل کېږي چې تر ۲۰۷۰کال پورې به د مسلمانانو شمېر، چې په ۲۰۲۰کال کې دوه اعشاریه صفر دوه میلیارده وو ۳.۶۴میلیاردو کسانو ته لوړ شي.
د یادونې ده، چې د دې اټکلونو په اړه ځینې مهم محدودیتونه هم شته. دا د نفوسپوهنې اټکلونه دي، نه دا چې په راتلونکو لسیزو کې به هر څه حتما همداسې پېښ شي.



