په غزه کې ډله‌ییز واده؛ د ویجاړیو په منځ کې د نوي ژوند پیل

د ویډیو تشریح، په غزه کې ډله‌ییز واده؛ د ویجاړیو په منځ کې د نوي ژوند پیل
په غزه کې ډله‌ییز واده؛ د ویجاړیو په منځ کې د نوي ژوند پیل
د خپرېدو وخت

د غزې ښار د ډله‌ییز واده د مراسمو انځورونه. فلسطیني جوړو په یوه ډله‌ییز واده کې ګډون وکړ، چې د بشري مرستو یوه کمپاین سمبال کړی و.

دا انځورونه د غزې ښار د ډله‌ییز واده له مراسمو خپاره شوي دي.

په داسې حال کې چې د ویجاړو شویو ودانیو کنډوالې د دې مراسمو شالید جوړوي، فلسطیني جوړو په یوه ډله‌ییز واده کې ګډون وکړ. دغه مراسم د متحده عربي اماراتو په مرسته، د "ځوانمردۍ شوالیه" په نوم د یوه بشري مرستندوی کمپاین له خوا جوړ شوي وو.

یوه زوم منیر التتاري وویل "د ویجاړیو او هغې جګړې له شتون سره سره چې پر غزې تړانګې تپل شوې، موږ داسې خلک یو چې جشنونه خوښوو او له ژوند سره مینه لرو."

زوم سعید النجار وايي: "موږ د یوه نوي ژوند په درشل کې یو".