ډانا وایټ د سپینې ماڼۍ ویندویۍ ته ولې د ټرمپ وړاندیز رد کړ؟‌

د ویډیو تشریح، ډانا وایټ د سپینې ماڼۍ ویندویۍ ته ولې د ټرمپ وړاندیز رد کړ؟‌
ډانا وایټ د سپینې ماڼۍ ویندویۍ ته ولې د ټرمپ وړاندیز رد کړ؟‌
د خپرېدو وخت

د ګډو رزمي هنرونو د سیالیو د سازمان (UFC) مشر ډانا وایټ د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د سپینې ماڼۍ د ویاند د دندې وړاندیز یې رد کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د اونۍ په پای کې د ټولنیزو رسنیو د یوې لیکنې له لارې له وایټ غوښتي وو چې دغه دنده ومني، خو وروسته یې څرګنده کړه چې "لږ څه یې ټوکې کولې".

وایټ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دغه دنده نه غواړي او نه غواړي "په سیاست کې ښکېل شي".