هغه ډرونونه چې د میندوارو ښځو خدمت کوي

د ویډیو تشریح، هغه ډرونونه چې د میندوارو ښځو خدمت کوي
هغه ډرونونه چې د میندوارو ښځو خدمت کوي
د خپرېدو وخت

روغتیايي ډرونونو د هند د اندرا پردیش په ځنګلي او غرنیو کلیو کې روغتیايي خدمتونه ته د میندوارو ښځو لاسرسی اسان کړی دی.

پخوا به د دې ځای ښځې د وینې یوې عادي معاینې لپاره له غرنیو سیمو تېرېدلې او بیا به یې بسونو کې ساعتونه ساعتونه سفر کاوه چې نږدې ښارونو ته ولاړې شي.

خو اوس د هند د سویل په دغو لرې پرتو سیمو کې د ښځو معاینات د ډرونونو له لارې تر ۸۰ کیلومتره لرې لابراتوارونو ته لېږدول کېږي.

ډاکټران وايي، دغه کار د معایناتو پایلو ته انتظار رالنډ کړی چې په پایله کې یې د ناروغیو تشخیص او د درملنې پیل چټک شوی دی.