اسمان کې له ۷۰،۰۰۰ د ډېرو ډرونونو ننداره

د ویډیو تشریح، اسمان کې له ۷۰،۰۰۰ د ډېرو ډرونونو ننداره
اسمان کې له ۷۰،۰۰۰ د ډېرو ډرونونو ننداره
د خپرېدو وخت

په ټکساس کې د درېیو ورځو په اوږدو کې ټولټال ۷۱،۲۰۷ ډرونونه والوزول شول، چې موخه یې د نوي نړیوال ریکارډ جوړول وو. دې نندارې د ګینس نړیوال ریکارډ د "په یوه اونۍ کې د تر ټولو ډېرو ډرونونو د الوتنې" لقب ترلاسه کړ او پخوانی ریکارډ یې، چې ۵۵،۹۳۹ ډرونونه و، مات کړ.

دې نندارې یو بل ګینس نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ: د ډرونونو په وسیله د جوړ شوي افسانوي مخلوق د تر ټولو لویې هوايي نندارې ریکارډ. په دې برخه کې ۱۰،۱۸۳ ډرونونه کارول شوي وو، چې پخوانی ۲،۲۴۷ ډرونونو ریکارډ یې مات کړ.

دا ریکارډونه د امریکا "سکای ایلېمنټس ډرون شوز" او "دامودا امریکا" شرکتونو جوړ کړل.