د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اومه افغانستان کې څه پېښ شول؟

د ویډیو تشریح، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اومه افغانستان کې څه پېښ شول؟
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اومه افغانستان کې څه پېښ شول؟
د خپرېدو وخت

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اوومه نېټه امریکا پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل. دې بریدونو څه باندې دوه میاشتو کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني وپرځوله، د هغوی مخالفان یې واکمن کړل او نږدې شل کاله دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور او جمهوري نظام وپایده خو جګړه روانه وه.

د ځينو لپاره د اکټوبر د ۷مې بریدونه د یوې بلې جګړې پیل و، هغوی چې واکمن وو او یا هم د مېرمنو په ګډون هغوی چې د طالبانو تګلارو یې د کار او زده کړو بهیر ټکنی کړی و، د بریدونو په پایله کې راغلي بدلون ته خوښ وو.