افغان فلم‌جوړوونکي د خپل پلار کیسه تر اوسکاره ورسوله

د ویډیو تشریح، افغان فلم‌جوړوونکي د خپل پلار کیسه تر اوسکاره ورسوله
افغان فلم‌جوړوونکي د خپل پلار کیسه تر اوسکاره ورسوله
د خپرېدو وخت

د سږ کال د اوسکار د وروستیو نوماندانو تر اعلان پورې نژدې درې میاشتې پاتې دي. افغان فلم جوړوونکی داوود هلمندی، چې د "پیکار" په نامه فلم یې دې نړیوال نندارتون ته نومول شوی، وايي، د فلم نومول کېدو یې ځینې بحثونه او نیوکې راولاړې کړې دي.

ښاغلی هلمندی چې فلم یې د هالنډ له لوري اوسکار جایزې ته نومول شوی، وايي، د هالنډ یو شمېر سینمايي لوبغاړو پر دې ټاکنه نیوکه کړې ده.

"پیکار" فلم تېر کال د امسټردام د مستندو فلمونو په نړیوال نندارتون کې هم درې مهمې جایزې ګټلې وې.

په دې مستند کې هغه د خپل پلار ژوند ته کتنه کړې ده.