مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟

د ویډیو تشریح، مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟
مایکروسافټ کې نړیواله تخنیکي ستونزه څه وه؟
د خپرېدو وخت

د مایکروسافټ یوې لویې نړیوالې تخنیکي ستونزې د دغه شرکت ګڼ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي او ځینې خدمتونه یې په بشپړه توګه له کاره غورځولي دي. په اغېزمنو خدمتونو کې برېښنالیکونه او د مصنوعي ځیرکتیا محصولات هم دي.

مایکروسافټ ویلي، چې دا ستونزه د سایبري امنیتي برید له امله نه ده رامنځته شوې، خو د ستونزې د حل لپاره یې تر اوسه هڅې تر ډېره بریالۍ شوې نه دي.

دلته هغه معلومات راټول شوي، چې د اغېزمنو خدمتونو او د رامنځته شوې ستونزې په اړه تر اوسه معلوم شوي دي.