تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ۲۰۲۶ کال کې د فوټبال نړیوال جام: د کوربه لوبغالو نوملړ اعلان شو
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبغالو نوملړ اعلان شوی.
د مکسیکو ښار ازټېکا لوبغالی او د لاس انجلېس رام صوفي لوبغالی هم د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام کوربه توب لپاره ټاکل شوي.
دغه لوبې چې په لومړي ځل به په کې ۴۸ نړیوالې لوبډلې ګډون کوي د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه توب به ترسره شي.
د لوبو کوربه توب لپاره د امریکا ۱۱، د مکسیکو درې او د کاناډا دوه ښارونه انتخاب شوي.
دا به لومړی ځل وي چې درې هېوادونه په ګډه د یوه فوټبال نړیوال جام کوربه توب کوي.
د مکسیکو ازټېکا لوبغالی هم یوازینی هغه دی چې په دریو جلا نړیوالو اتلولیو کې د لوبو کوربه توب کوي.
د لاس انجلېس پاسادینا روز بال لوبغالی چې د ۱۹۹۴ نړیوال جام د پایلوبې کوربه وو، دې لېست کې نشته چې ډېرو لپاره حیرانوونکی ګام وو.
د امریکا واشنګټن ډي سي هم د لوبو کوربه ښارونو په لېست کې ځای نه لري.
د فیفا یا فوټبال نړیوال فدراسیون یوه چارواکي کالن سمېت ویلي: "د کوربه ښارونو ټاکلو بهیر له سختې سیالۍ وروسته بشپړ شو. د ټولو ښارونو وړاندیزونه عالي وو او موږ لپاره یې ټاکل اسانه کار نه وو."
امریکا کې د لوبو لپاره ټاکل شوي ټول ۱۱ لوبغالي د اېن اېف اېل کلبونو لوبغالي دي، چې په دې کې د نیویارک جاینټ مېټ لایف لوبغالی او صوفي لوبغالی چې د پنځه مېلیارد ډالرو په لګښت جوړ شوی هم شامل دي.
ښاغلی سمېت وایي: "لا هم باید ځینې خبرې وشي، موږ هڅه کوو چې د پایلوبې او د اتلولیو د پیل لوبو لپاره لوبغالي وټاکو، خو سیالیو ته په کتو د دې اتلولیو هره لوبه به د پایلوبې په څېر وي. "
د لوبغالو بشپړ لېست:
اتلانتا - مرسډیز بېنز لوبغالی
باسټن - جېلېټ لوبغالی
ډالاس - ای ټي اېنډ ټي لوبغالی
ګواډالاجارا - اېستادیو اکرون لوبغالی
هوسټن - اېن ار جي لوبغالی
کنزاس سټي - اروهېډ لوبغالی
لاس انجلېس - صوفي لوبغالی
مکسیکو سټي - اېستادیو ازتېکا
میامي - هارډ راک لوبغالی
مونټېری - اېستادیو بي بي وي ای
نیویار / نیو جرسي - مېټ لایف لوبغالی
فېلاډلفیا - لېنکن فېنانشل فیلډ لوبغالی
سان فرانسېسکو بی اېریا - لېوېز لوبغالی
ټورانټو - بي اېم او فیلډ لوبغالی
وانکووور - بي سي پلېس لوبغالی