د لوبغاړي مایکل جورډان بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه ډالرو بدل کې وپلورل شول

د خپرېدو وخت

د باسکټبال امریکايي ستوري مایکل جورډن یوه جوړه کارول شوي سپورتي بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه امریکايي ډالرو بدل کې لیلام شوي دي.

جورډن د نایک شرکت جوړ شوي بوټان له شیکاګو بلز لوبډلې سره لومړی ځل د لوبې پر مهال ۱۹۸۴ کال کې پر پښو کړی وو.

همدا کال و، چې نایک شرکت له جورډان سره د یوې هوکړې له مخې د داسې سپورتي بوټانو او یونیفورم چمتو کول پیل کړل، چې د نوموړي لاسلیک پرې ټومبل کېده.

د یوه جوړه داسې بوټانو لپاره چې د لوبې پر مهال پښو شوي، دا بیه د لوبو اړوند بوټانو په تاریخ کې تر اوسه مخینه نه لري. جورډن ته ګڼ کسان د باسکټبال د تاریخ بې ساري لوبغاړي په نظر ګوري.

نوموړي د خپل سپورتي فعالیت ډېره برخه له همدې شیکاګو بلز نومې لوبډلې سره تېره کړه او داسې باور کېږي، چې په نړیواله کچه یې د این بي اې په ځلولو کې ونډه خورا جووته ده.

جورډن چې په ۲۰۰۳ کال کې متقاعد شو، د سپورت نړۍ له خورا مهمو شخصیتونو یو بلل کېږي، او دغه راز د این بي اې په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی بلل کېږي، چې میلیاردونه ډالره عاید یې وموند.