ټویټر د نړۍ تر ټولو پر شتمن کس ‏"اېلان موسک" محکمې ته عریضه کړې

Elon Musk
د خپرېدو وخت

ټویټر د ټېسلا کمپنۍ له خاوند 'اېلان موسک' سره چې د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی، حقوقي لانجه پیل او پر هغه د دې لپاره محکمې ته عریضه کړې چې د خواله رسنۍ دا کمپنۍ باید وپېري.

دا ګام تر هغې وروسته پورته شوی چې ښاغلي موسک د تېرې جمعې پر ورځ وویل چې په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر د پېرلو له خپل وړاندیزه شاته شوی.

هغه ویلي دا پرېکړه یې ځکه کړې چې ټویټر پر دغه پلټفارم د جعلي‌ او سپم اکونټ‌ یا حسابونو د شمېر په اړه مالومات نه دي ورسره شریک کړي.

خو ټوېټر اوس د امریکا دېلاوېر ایالت کې له محکمې غوښتي چې ښاغلي موسک ته امر کړي چې پر ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالرو د دې کمپنۍ د هرې ونډې د پېرلو هوکړه بشپړه کړي.

د ټوېټر عریضه کې ښاغلی موسک له هوکړې په ګڼو سرغړونو تورن شوی چې دغه خواله رسنۍ او د هغې سوداګري یې اغېزمنه کړې ده.

د ټویټر رئیس برېټ ټایلر ویلي دغه مایکروبلاګېنګ ویب سایټ غواړي چې اېلان موسک خپلو قراردادي مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.

په عریضه کې ویل شوي ښاغلی موسک د دې لپاره د ټوېټر د پېرلو له تړون شاته شوی چې دا کار یې نور شخصا په ګټه نه تمامېده.

اېلان موسک د برېښنایي ټېسلا موټرونو د کمپنۍ اجرائیه مشر دی.

په دې عریضه کې زیاته شوې چې "ټېسلا کې د ښاغلي موسک د ونډو ارزښت، چې د هغه اصلي شخصي شتمني جوړوي، د ۲۰۲۱ کال نومبر کې له خپل اوجه تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو راکښته شوی. او همدا لامل دی چې نوموړی له دې هوکړې پښه باسي."

د تېرې میاشتې اوږدو کې د ټویټر د ونډو بیه تر ۸ سلنې ډېره راولېدلې او په می میاشت کې یې له دې کبله د هرې ونډې ارزښت چې له ۵۰ ډالرو لوړ و، په راکښته کېدو شو چې ښاغلي موسک دې خواله رسنۍ کې د جعلي او سپم حسابونو پوښتنه مطرح کړه او ویې ویل چې د پېرلو هوکړه یې لنډمهاله ځنډولې.

خو هغه تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ټویټر د پېرلو له تړونه په چورلټ ډول شاته کېږي.

نوموړي ادعا کړې چې ګوندې دغه شرکت پر خپل مکلفیت عمل نه دی کړی.

ماسک ټویټر

ټویټر یې ځواب کې ویلي وو چې د ښاغلي موسک خلاف به قانوني لارو چارو ته مخه کړي چې پر هغه کړې هوکړه ومني.

ښاغلی موسک ځان د بیان د ازادۍ کلک ملاتړۍ بولي او ژمنه یې کړې وه چې که دا خواله رسنۍ وپېري نو پر هغې د خپرېدونکو محتویاتو اصول نرم کړي.‌

هغه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څېر د ځینو حسابونو تړلو له کبله پر ټویټر توندې نیوکې کوې.