ولې ځینې عیسویان مصنوعي ځیرکتیا له دجال سره تړي؟

د ویډیو تشریح، ولې ځینې عیسویان مصنوعي ځیرکتیا له دجال سره تړي؟
ولې ځینې عیسویان مصنوعي ځیرکتیا له دجال سره تړي؟
د خپرېدو وخت

یو شمېر عیسوي مذهبي مشران د دجال لخوا، چې د دوی په باور د شیطان استازی دی، د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ د کارېدو د احتمال خبرداری ورکوي. دوی وايي ښايي دجال دا ټیکنالوژۍ د دې لپاره وکاروي، چې خلکو تېرباسي او د خدای پر ځای یې ځان عبادت ته وهڅوي.

خو ګڼ شمېر کشیشان دا مني چې مصنوعي ځیرکتیا د ښو موخو لپاره هم کارېدلی شي. د ټېکنالوژې او عصري علومو پوهان بیا وايي، دا معمول دی د سترو ټولنیزو بدلونونو پر مهال د 'اخرالزمان' په اړه بحثونه ډېرېږي.