د مور په رحم کې د ماشوم بریالۍ جراحي

د مور په رحم کې د ماشوم بریالۍ جراحي
د خپرېدو وخت

ډاکترانو په لومړي ځل له زېږېدو مخکې د یوې نادرې مورزادي روغتیايي ستونزې حل لپاره د مور په رحم کې د یوه ماشوم د جراحۍ بریالي عملیات ترسره کړل.

د تیېو په نوم د دغه ماشوم مور، مایسي ساویج، چې د لندن اوسېدونکې ده، د میندوارۍ په ۲۶مه اوونۍ کې په امریکا کې عملیات شوه.

تیېو، چې اوس پنځه میاشتنی او روغ رمټ دی، د ګاسټروسایسیز په نوم ناروغي لرله. په دې حالت کې د ماشوم د نامه غوټۍ (نو) سمه نه جوړېږي او کولمې له بدن دباندې وده کوي.

ډاکترانو په احتیاط سره د مور د رحم یوه برخه ښکاره کړه او بیا یې د جراحۍ پرمختللو وسایلو سره د ماشوم کولمې بېرته د هغه په خېټه کې دننه ځای پر ځای کړې.