د رومي بانجانو د وچولو ښکلې منظره

د رومي بانجانو د وچولو ښکلې منظره
د خپرېدو وخت

د ډرون په مټ ثبت شوې ویډیوګانې ښيي چې د ترکیې په سوېل ختیځ کې له صادرولو وړاندې زرګونه رومي بانجان د لمر وړانګو ته د وچېدو لپاره پر ځمکه غوړېدلي دي. د دیاربکر ولایت بزګران ډېری رومي بانجان اروپا ته صادروي، چې هلته ترې د پیزا او نورو خوړو لپاره ساسونه یا چکنۍ جوړېږي. موسمي کرنیز کارګران څو ورځې تر سوځنده لمر لاندې کار کوي، چې رومي بانجان د وچولو لپاره چمتو کړي.