کرېکټ: افغانستان د الف لوبډلو اسيا جام کې هانګ کانګ ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د ځوانانو اسيا جام سيالیو کې د افغانستان الف لوبډلې (ابداليانو) د هانګ کانګ الف لوبډلې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او په دې سیالیو کې یې لومړنۍ بريا خپله کړه.
افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی هانګ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هانګ کانګ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۶ منډې وکړې چې افغانستان په ۱۱ اوور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.
د افغانستان لپاره الله محمد غضنفر څلور، نصير خان معروف خېل دری، بشير احمد او نويد ځدراڼ يوه يوه وېکټه واخيسته.
په توپوهنه کې بيا د افغانستان لپاره دروېش رسولي ۵۰ او عمران مير ۱۵ منډې وکړې. حسن عيسی خېل بيا په ۲ او بهير شاه په يوه منډه خپله وېکټه وبايلله.
افغانستان چې په الف لوبډله کې دی دوې لوبې یې بايللې او يوه ګټلې ده.
افغانستان په دې سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه شري لنکا ته په شپږو وېکټو بايللې وه. دويمه سيالي بيا ترې بنګله دېش په يوه وېکټه ګټلې وه.
د یادولو وړ ده چې پرون په همدې سياليو کې د پاکستان الف لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه.
پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او هند ته یې د ۳۱۴ منډو هدف وټاکه.
هند ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي د پیل وېکټې یې ژر له لاسه ورکړې. ورپسې لوبډلمشر تېلک ورما او ابيشېک شرما تر ډېره په ویشتنځای پاتې شول او په ترتيب سره یې ۱۰۰ او ۷۰ منډې جوړې کړې.
د دوی ترڅنګ شهباز احمد ۵۶ او وېبو سورياونشي ۱۱ منډې وکړې چې د بريا لپاره کافي نه وې.



















