د طالبانو حکومت: د اسلامي امارت په لیکو کې د کم‌عمره کسانو ګومارل په کلکه منع دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستيال ویاند حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته ويلي، دا راپور ردوي او د، "اسلامي امارت په لیکو کې د کم عمره کسانو ګومارل په کله منع دي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په اړه خپل کلني راپور کې ويلي، په افغانستان کې "د پوځيانو په توګه د ماشومانو ګومارل او جنسي غلامي" شته او په وینا یې د طالبانو د حکومت امنيتی ارګانونه د دې پديدې د له منځه وړولو لپاره کافي هڅې نه دي کړې.

خو د دې راپور په ځواب کې ښاغلي فطرت وويل، "په هېواد کې د شرعي قوانینو په پلي کولو سره هم په ټولنه کې له ماشومانو د ناوړه استفادې مخه نیول شوې ده. موږ په دې اړوند هر ډول اندېښنې ردوو او له افغانستان څخه یې د نا خبرۍ په معنی بولو".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق په اړه په کلني راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو حکومت د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره ځينې ګامونه پورته کړي چې په هغو کې په جزايی قانون کې بدلونونه شامل دي، "خو نوی فرمان کې د انسانانو د قاچاق روښانه تعريف یا په کافي اندازه سختې سزاوې نه دې وړاندې شوې".

په راپور کې ويل شوي، دغه جزايي قانون، "داسې احکام هم لري چې د غلامۍ ځينې اړخونه په رسميت پېژني".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې "په دې راپور کې د طالبانو يادونه په دې معنا نه ده چې امریکا طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت پېژني".

نورې ډلې هم له ماشومانو "په چاودنو او جاسوسۍ" کې کار اخلي

په راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت او نورې وسله والې ډلې هم په ناقانونه توګه ماشومان د جګړه ييزو او همکارۍ په برخه کې ګوماري او کار ترې اخلي.

په دې راپور کې ادعا شوې چې "داعش خراسان او د ملي مقاومت جبهې په څېر ډلې په مستقيمو نښتو کې له ماشومانو د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو، چاودنو، د وسلو لېږد، جاسوسۍ او د پوځي اډو د ساتنې لپاره کار اخلي".

په راپور کې دا هم راغلي چې د هزارګانو او اسماعيلي شيعه ګانو په څېر لږکۍ قومي او مذهبي ډلې "په زياتېدونکي ډول له ناوړه چلند سره مخامخ دي."

بهر ته د تګ لپاره ناوړه ګټه اخيستنه

په راپور کې زياته شوې چې ځينې بېوزله کورنۍ او هغه کسان چې ډېر پوروړي دي، خپل ماشومان پر قاچاقبرانو "پلوري". ځينې نور بیا د فزيکي تاوتريخوالي له لارې خپل ماشومان کار کولو ته اړباسي چې په دې کې پر سړکونو سوال کول هم شامل دي.

د دې راپور په بله برخه کې ويل شوي چې ځينې افغانان په بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران، پاکستان، ترکيې او اروپايي هېوادونو کې د کار موندلو لپاره واسطو ته مراجعه کوي چې له دوی ځينې له خلکو ناوړه ګټه اخلي.

په راپور کې همدارنګه په څو ګاونډيو هېوادونو کې د افغان ښځو، نجونو، هلکانو او نارينه وو د جنسي ګټه اخيستنې ځينې مواردو ته هم اشاره شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ ځينې افغان کارګر له جبري کار يا درنو پورونو سره مخامخ کېږي او ګڼ افغان پناغوښتونکي د شړل کېدو له وېرې د ناوړه ګټې اخيستنې پېښې اړوندو چارواکو ته نه راپوروي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان ځينې پخواني پوځيان چې له مالي او امنيتي پلوه له ستونزمن وضعيت سره مخامخ دي، په بهرنيو جګړو کې د ښکېلتيا لپاره د جذبېدو پر وړاندې زيان منوونکي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د راپور په بله برخه کې راغلي، چې د "بچه بازۍ" له رسمي بنديز سره سره راپورونه ښيي چې دا ډول پېښې لا هم دوام لري. د دغه راپور په وینا، څارونکي ادعا کوي چې په ځينو مواردو کې د طالبانو حکومت غړي هم په دې کړنو کې ښکېل وو.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده واک ته له رسېدو وروسته په لومړي کال امر کړی و چې "په ځواکونو او پوځي ځايونو کې د کم عمره هلکانو" له ګومارنې دې ډ‌ډه وشي.

په دغه فرمان کې چې دولتي خبري اژانس باختر د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر ۲۷مه خپور کړی و، راغلي چې په پوځي ځايونو کې کم عمر ماشومان "د فتنې لامل" او "د مجاهدينو د بدنامۍ سبب" کېږي.