هغه سړی چې د ریکارډ ماتولو لپاره اووه شپې ورځې ونڅېد

د ویډیو تشریح، هغه سړی چې د ریکارډ ماتولو لپاره اووه شپې ورځې ونڅېد
هغه سړی چې د ریکارډ ماتولو لپاره اووه شپې ورځې ونڅېد
د خپرېدو وخت

۳۳ کلن نایجېریايي نڅاګر، بنیامین ډنیل، چې د 'بېن ډانسر' په نوم پېژندل کېږي، پرله پسې ۱۶۸ ساعته نڅا وکړه.

هغه دا کار د دې لپاره کاوه چې د هندي نڅاګر سروشتي سودهیر له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د اوږدې مودې نڅا ثبت شوی نړیوال ریکارډ مات کړي.

سودهیر پرله پسې ۱۲۷ ساعته نڅلي وو.

بنیامین ډانیل د مقرراتو له مخې په هر یوه ساعت کې د پنځو دقیقو دمې اجازه درلوده او په همدغه وخت کې به یې یو څه خوراک او څښاک کاوه.