د کرېکټ نړيوال جام: افغانستان له هند، پاکستان او اسټراليا سره مخامخېږي

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کرېکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۷ کال یو ورځنيو نړيوال جام لپاره خپل ګروپونه او لوبډلې په ډاګه کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې.

په الف یا اې ګروپ کې افغانستان، هند، پاکستان، اسټراليا، زېمبابوې او یوه کواليفای کېدونکې لوبډله چې وروسته به روښانه شي شامل دي.

په ب یا بي ګروپ کې انګلنډ، نیوزيلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، شري لنکا او يوې بلې کواليفای کېدونکې لوبډلې ته ځای ورکړل شوی دی.

د دواړو ګروپونو د سر دری او یوه هغه لوبډله چې د منډو اوسط یا رن رېټ یې لوړ وي بل پړاو يا سوپر اووه ګروپ ته لار مومي او له هغې وروسته به نیمه پايلوبې او پايلوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۷ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به د اکتوبر پر ۷مه نېټه پیل شي چې د نومبر مياشتې تر ۲۱ نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب په ګډه جنوبي افریقا، زېمبابوې او نميبيا کوي چې په مستقيم ډول یې نړيوال جام ته لار موندلې ده.

افغانستان، هند، پاکستان او اسټراليا په يوه ګروپ کې

تر ډېره ښايي د کرېکټ د مينه والو پام الف ګروپ کې سياليو ته ورټول وي په دې ګروپ کې د کرېکټ سرسخته سيالان هند او پاکستان له یوه بل سره مخامخېږي. په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سيالي هم سخته شوې ده.

الف ګروپ:

  • هند
  • اسټرالیا
  • پاکستان
  • افغانستان
  • زېمبابوې
  • د غوراوي پړاو لومړۍ لوبډله

ب ګروپ

  • نیوزیلنډ
  • جنوبي افریقا
  • شري لنکا
  • انګلنډ
  • بنګله‌ دېش
  • د غوراوي پړاو دويمه لوبډله

سوپر ۷ به څنګه ترسره کېږي؟

د سیالیو په جوړښت کې تر ټولو لوی بدلون د ګروپي پړاو له پایته رسېدو وروسته راځي. د دواړو ګروپونو د سر دری دری لوبډلې او یوه هغه لوبډله چې د منډو اوسط یې ډېر وی دې پړاو ته لار مومي.

د کرېکټ نړيوالې شورا له مخې د سوپر ۷ پړاو به د اکتوبر په ۲۵مه پیل او د نومبر تر ۱۴مې به دوام وکړي. په دې پړاو کې لوبډلې نشي کولی د ګروپ پړاو امتیاز له ځان سره ولېږدوي، یعنې ټولې اووه لوبډلې به له صفر امتیاز څخه دویم پړاو پیلوي.

هره لوبډله به په سوپر ۷ کې شپږ لوبې کوي او له دغو سیالیو وروسته به د جدول څلور مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي.

نیمه پایلوبې او پایلوبه

د سوپر ۷ پړاو له شپږو لوبو وروسته به د جدول څلور مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي.

د سوپر ۷ په جدول کې لومړی مقام لرونکې لوبډله به له څلورم مقام لرونکې لوبډلې سره مخامخ شي، په داسې حال کې چې دویم او درېیم مقام لرونکې لوبډلې به له یو بل سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې د نړیوال جام پایلوبه به د نومبر په ۲۱مه په جوهانسبرګ کې ترسره شي، که د هوا یا نورو شرایطو له امله پایلوبه ونشي، د نومبر ۲۲مه د احتیاطي ورځې لپاره ټاکل شوې ده.