فاطمة الزهراء المنصوري؛ لومړنۍ مراکشۍ د لومړي وزارت مقام کې

د ویډیو تشریح، فاطمة الزهراء؛ لومړنۍ مراکشۍ د لومړي وزارت مقام کې
فاطمة الزهراء المنصوري؛ لومړنۍ مراکشۍ د لومړي وزارت مقام کې
د خپرېدو وخت

د مراکش پاچا محمد شپږم د سې شنبې په ورځ فاطمه الزهراء المنصوري د نوي حکومت د جوړولو لپاره مشره وګومارله، چې په دې سره د مراکش په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې دغه مقام ته رسېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د "اصالت او معاصر فکر" ګوند په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې وګټلې.

د مراکش د خبري اژانس د راپور له مخې، پاچا محمد شپږم له المنصوري سره د رباط په شاهي ماڼۍ کې وکتل او د اساسي قانون د ۴۷مې مادې له مخې یې د حکومت د مشرې په توګه وټاکله او د نوي حکومت د جوړولو دنده یې ور وسپارله.

المنصوري له ټاکل کېدا وروسته رسنیو ته په څرګندونو کې وویل چې لومړی به د "اصالت او معاصر فکر" ګوند دننه مشورې پیل کړي او وروسته به له سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي، چې د نوي حکومت د جوړښت وړاندیز وکړي.