پر ریاض هوايي ډګر بریدونو کې درې سعودیان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
سعودي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، یوې سیمهییزې سرچینې ویلي چې سعودي عربستان له انصارالله ډلې سره د اوربند خبرې تر هغه وخته ردوي، چې د یمن حکومت په وروستیو اونیو کې ټولې له لاسه ورکړې سیمې بېرته نه وي نیولې.
د سعودي عربستان هوايي شرکت تایید کړې چې په وژل شویو کې یې یو پیلوټ هم شامل دی او د دغه شرکت یوه ولاړه الوتکه زیانمنه شوې ده. د پېښې پر مهال په الوتکه کې هېڅ مسافر نه وو.
یوې سیمهییزې سرچینې، چې د سعودي عربستان له سیاستونو خبره ده، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې خپور شي. سرچینې ویلي، ریاض له دې سره مخالفت کوي چې "د یمن حکومت د تېرې میاشتې له لاسه ورکړې سیمې بېرته نیولو مخکې دې له انصارالله ډلې سره د هر ډول اوربند یا د ډزو د درولو خبرې وکړي".
سرچینې زیاته کړې چې سعودي عربستان به د دغې ډلې هغه څه ته غاړه کېنږدي چې نوموړې سرچینې "پوځي باج اخیستنه" بللې ده.
په هوايي ډګر کې زیانونه او د الوتنو ګډوډي
د سعودي عربستان هوايي شرکت د جمعې په ورځ د خپل یوه کارکوونکي مړینه او د یوې الوتکې زیانمنېدل تایید کړل. دغه الوتکه د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر ځمکه ولاړه وه او د پېښې پر مهال یې په دننه کې هېڅ مسافر نه وو.
دا لا نه ده روښانه شوې چې ایا وژل شوی کارکوونکی د هغو درېیو سعودي وګړو له ډلې و چې د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په دوو بریدونو کې یې د وژل کېدو خبر ورکړی و که نه.
انصارالله ډلې اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ یې درې ځله د ریاض هوايي ډګر په نښه کړی دی. دغې ډلې همدارنګه په نجران کې پر یوه هوايي ډګر او د خمیس مشیط پر یوې هوايي اډې د توغندیو د توغولو ادعا هم کړې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د ریاض پر لور یې دوه توغندي او د خمیس مشیط پر لور یې یو بل توغندی شنډ کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د "سیریم" شرکت د معلوماتو له مخې، د ګرینویچ پر وخت د ماسپښین تر درې بجو پورې د ریاض له هوايي ډګر څخه د الوتنو نږدې نیمايي برخې لغوه شوې وې.
د جرمني لوفتانزا او د هند ایر انډیا هوايي شرکتونو د سعودي عربستان پلازمېنې ته خپلې الوتنې وځنډولې. په ورته وخت کې، د ریاض هوايي ډګر له مسافرینو وغوښتل چې تر ورتګ مخکې د خپلو الوتنو وضعیت معلوم کړي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ویلي چې د ریاض په هوايي ډګر کې د الوتنو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی. د "فلایټ رادار ۲۴" وېبپاڼې معلوماتو هم ښودلې چې الوتنې په تدریجي ډول بېرته پیل شوې دي، چې په هغو کې د منځني ختیځ د ځینو هوايي شرکتونو الوتنې هم شاملې دي.
د ښار په بېلابېلو برخو کې د چاودنو له اورېدو وروسته، ښوونځیو، شرکتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو احتیاطي اقدامات ترسره کړل. د دوو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، په دغو اقداماتو کې د ودانیو دننه خوندي ځایونو ته پناه وړل او د ځینو کارکوونکو ایستل شامل وو.
واشنګټن په سعودي عربستان کې له خپلو وګړو وغوښتل چې "لا ډېره بیداري او احتیاط" وکړي. دغه راز، په سعودي عربستان کې یې د امریکايي حکومت پر کارکوونکو شرط ولګاوه چې د هوايي ډګر د کارولو لپاره باید ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی و چې د روانې اوونۍ په مخکینیو بریدونو کې د ریاض په هوايي ډګر کې یو سوډانی، او د ابها په هوايي ډګر کې یو مصری او یو الجزایری وګړی وژل شوي دي.
د تېلو پر تاسیساتو ګواښونه او له ریاض سره د ملاتړ پر لارو چارو خبرې
انصارالله ډلې په سعودي عربستان کې د تېلو د تاسیساتو کارکوونکو ته خبرداری ورکړ چې له دغو تاسیساتو څخه ووځي او هلته پاتې نه شي. دې ډلې ټینګار کړی چې د دغو تاسیساتو د په نښه کولو هوډ لري.
انصارالله وايي، د دوی بریدونه د یمن د حکومتي ځواکونو د ملاتړ په غبرګون کې پر سعودي عربستان ترسره کېږي.
د فرانسې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، فابیان ماندون، اعلان وکړ چې پاریس او ریاض د ینبع د تېلو بندر د ساتنې لپاره پر پوځي لارو چارو غور کوي. نوموړي وویل چې فرانسې په سیمه کې د خپلو خلیجي متحدینو د ملاتړ لپاره شاوخوا دوه زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
ترکیې د پنجشنبې په ورځ یمن ته د خپلو ځواکونو د لېږلو امکان رد کړ او له سعودي عربستان سره یې پر دفاعي همکارۍ ټینګار وکړ.
د روانې اونۍ په پیل کې، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان اعلان کړی و چې د درېاړخیز دفاعي تړون عملي کولو ته داخلېږي. خو دغه تړون لا هم په ترکیه کې د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي دفاعي چارواکي او یوه سوریایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دمشق سعودي عربستان ته د دفاعي ملاتړ برابرولو یا په یرغلیزو عملیاتو کې د ګډون لپاره د ځواکونو د لېږلو پر موضوع غور کوي.
خو یوه سوریایي ډیپلوماټ ویلي چې د هېواد پام یې تر ډېره پر کورنیو لومړیتوبونو متمرکز دی او د ځواکونو د لېږلو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده اعلان کړې.
په یمن کې جګړې او تر ۲۰۰ زرو ډېر بېځایه شوي کسان

د عکس سرچینه، EPA
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د پنجشنبې او جمعې ترمنځ د شپې په مهال د یمن په پلازمېنه صنعا کې د انصارالله ډلې پر اهدافو هوايي بریدونه کړي دي. د دغې ډلې چارواکو او اړوندو رسنیو دا خبره کړې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د انصارالله ډلې د توغندیو د توغولو درې مرکزونه یې ویجاړ کړي دي. ائتلاف خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو پر ضد بریدونو ته به په پرېکنده ډول ځواب ووایي.
په یمن کې، د جګړې د دواړو لورو پوځي سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې په نښتو کې لږ تر لږه ۸۳ کسان وژل شوي دي.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ تنو اوښتی دی. دا نښتې د دوشنبې په ورځ د "د یمن سهار" په نوم د حکومتي ځواکونو د عملیاتو له پیل وروسته رامنځته شوې دي. په دغو عملیاتو کې سعودي عربستان هوايي ملاتړ کوي.
د دغو عملیاتو موخه د هغو سیمو بېرته نیول دي چې انصارالله ډلې د سپټمبر په میاشت کې د خپل برید پر مهال تر کنټرول لاندې راوستې وې. د فرانس پرېس په وینا، دغې ډلې د یاد برید په ترڅ کې د سره سمندرګي پر غاړه د یمن ټول ساحلي مناطق تر خپل کنټرول لاندې راوستي وو.
د یمن حکومت د خپلو ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ساحلي سیمې او د مخا ښار یې هم بېرته نیولي دي؛ خو انصارالله ډلې دا ادعا رد کړې ده.
فرانس پرېس ویلي چې د جګړې د دواړو لورو پوځي سرچینو د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پام وړ بدلونونو یادونه نه ده کړې. دغه راز، د دواړو لورو د متضادو ادعاوو خپلواکه ارزونه هم ستونزمنه ده.
په مقابل کې، انصارالله ډلې د تعز ښار په سوېلي برخو کې ځینې سیمې نیولې او عدن ښار ته غځېدلې خپله اصلي لار یې تړلې ده. دې کار د اکمالاتي توکو د کمښت او د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د جولای په میاشت کې د جګړو له بیا پیل راهیسې تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي. دغه سازمان د بحران ته د رسېدنې لپاره د مالي سرچینو د کمښت په اړه هم خبرداری ورکړی دی.


















