کیېف کې د مهماتو پر زېرمتون د روسیې ډرون برید کې ۳۷ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اوکرایین د پلازمېنې کیېف بوچا سیمه کې د پوځ د وسلو پر یوه زېرمتون، چې استوګنیزې سیمې ته نږدې و، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.‌

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، د جمعې (تېرې) شپې ناوخته برید په زېرمتون کې د مرمیو، ماینونو او ډرونونو د چاودېدو لامل شوی.‌

د رپوټونو له مخې د ژغورنې عملیاتو نن (شنبې) هم دوام درلود او په دې لړ کې نږدې ۴۰۰ کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

ولودمیر زېلېنسکي ویلي، دې سترې چاودنې "د زړو خلکو او معلولینو د پاملرنې د یوه مرکز په ګډون نږدې پرتو ودانیو ته زیان واړاوه.

هغه زیاته کړې، د هغو کسانو د "جدي ناغېړۍ" په اړه پلټنې پیل شوې چې چاودېدونکي توکي یې د خلکو کورونو ته نږدې ساتلي وو.

ځايي چارواکو ویلي، په ټپیانو کې څلور ماشومان دي.‌

مخکې د اوکرایین د لوی څارنوال دفتر ویلي وو چې د کیېف د لوېدیځ په میلا کلي کې د استوګنې ودانیو ته نږدې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو او ساتلو قانوني اړخونه څېړي.

دغه دفتر زیاته کړه چې د هغو چارواکو د کړنو په اړه به هم څېړنه شوي، چې د دغه کار "پرېکړې یې کړې."

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو په میلا کې د مهماتو یو زېرمتون په نښه کړی چې د اېف‌پي-۱ او اېف‌پي-۲ اوږد واټنه بې پیلوټه الوتکو پرزې او د توغولو وسایل پکې ساتل کېدل.

چارواکي وايي، د کیېف بوریسپیل کې یوه جلا برید هم مرګژوبله اړولې ده.‌

د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي د شنبې د سهار په تازه بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه کسان، چې یوه پکې ۱۸ کلنه نجلۍ ده، ټپیان شوي دي.

د اوکرایین د ولسمشر په وینا، د اودیسا، دنیپروپېتروفسک، سومي او زاپوریژیا په ګډون نورو ښارونو کې هم د شپې له مخې بریدونه شوی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکرایین پوځ ویلي، ۲۳۳ روسي ډرونونه یې نسکور کړي دي.

هممهاله په روسیه کې چارواکو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلګورود او روستوف سیمو کې د اوکرایین د بریدونو پایله کې دوه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د زاپوریژیا اشغال شوې سیمې لپاره د مسکو له خوا ټاکل شوي والي هم ویلي چې د اوکرایین په یوه برید کې یو سوداګریز مرکز په نښه شوی او څلور کسان پکې ټپي شوي‌ دي.

روسي انلاین توک پلورونکي شرکت "اوزون" ویلي چې د اوکرایین په شپني ډرون برید کې د دوی یو لوژستیکي مرکز په نښه شوی دی.

دغه شرکت زیاته کړې چې د امنیتي‌ ملحوظاتو له کبله یې سیمه کې خپل دویم لوژستیکي مرکز تړلی او کارکوونکي یې ایستلي دي.

تېره اوونۍ په کراسنودار، داغستان، ستاوروپول او ادیګیا کې هم د اوزون مرکزونه هدف ګرځېدلي وو، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان او پراخ زیانونه اوښتي وو.

روسیې او اوکرایین په دې وروستیو کې پر یو بل بریدونه ډېر کړي دي. د کیېف بریدونه تر ډېره د روسیې پر اقتصادي اهدافو متمرکز دي.

کیېف په دې لړ کې له څو اوونیو راهیسې د روسیې له ټولو د ستر انلاین توک پلورنکي شرکت "وایلډبېریز" اړوندې څانګې هم په نښه کوي. اوکرایین وایي دغه شرکت ځکه دوی لپاره مشروع هدف دی، چې د روسیې پوځ ته پرزې برابروي.

خو مسکو دا ادعا ردوي.