پر افغان هوايي ځواک د امریکا پانګونه

د ویډیو تشریح، ‎ټاکل شوې په راتلونکو څو کلونو کې ۱۵۸ بلک هاک چورلکې افغان هوایي ځواک ته ورکړل شي
د خپرېدو وخت

‎امریکا افغانستان کې له ۱۶ کلنې ښکېلتیا وروسته پر افغان هوایي ځواک د ۱.۴میلیارډ ډالر پانګونې پرېکړه کړې.

ټاکل شوې دغه ځواک عصري او پیاوړی کړل شي.

د افغان پوځ شمېر ۱۹۵۰۰۰ سرتېرو ته رسېږي چې ۸۰۰۰ په کې هوایي ځواک دی، خو اوس پتېیل شوې د دغه ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ ته لوړ او په عصرې تجهیزاتو سمبال شي.

‎موخه دا ده چې د جګړې انډول په پرېکنده ډول د افغان ملي پوځ په ګټه واړول شي.

‎ټاکل شوې په راتلونکو څو کلونو ۱۵۸ بلک هاک چورلکې افغان هوایي ځواکونو ته ورکړل شي، چې شپږ یې وار له مخه سپارل شوي.

له تېره څو ورځو راهیسې د کندهار په هوايي ډګر کې د بلک هاک الوتکو لپاره د افغان پیلوټان روزنه روانه ده.

‎افغان هوایي ځواک اوسمهال تر ډېره بریده پر روسۍ ام آی ۱۷ الوتکو تکیه دی چې زړې شوي او بلک هاک الوتکې یې په تدریجي ډول ځای نیسي.

‎د اففان پوځ الوتکې او ډولونه:

‎بلک هاک: ۶

‎ام ای ۱۷ چورلکې: ۵۲

‎ام ای ۳۵ چورلکې: ۱۱

‎ام دي ۵۳۰ چورلکې: ۱۶

‎اې۲۹ الوتکې

‎سي ۲۰۸ ترانسپورټي الوتکې: ۲۶

‎سي ۱۳۰ ترانسپورټي الوتکې: ۳

پي سي ۱۲ ترانسپورټي الوتکې

نوې چورلکې د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلې
د عکس تشریح، نوې چورلکې د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلې

‎بلک هاک چورلکې لوجستیک او جګړیزو موخو دواړو لپاره کارول کېږي.

‎ګټه او نقصان

‎بلک هاک چورلکې سپکې، ګړندۍ او ارزانه دي. پرزې یې هم په اسانۍ موندل کېږي او کره نښه ویشتی شي.

‎ام ای ۱۷ بیا ګرانې پرېوځي او د کارونې موده یې هم اوښتې.

‎خو د افغان هوایي ځواک پرسونل د دغو چورلکو د کارولو ډېره تجربه لري او بلک هاک چورلکو ته د افغان پیلوټانو اړولو بهیر ښایي اوږد وي او ډېرې روزنې ته اړتیا ولري.