د عکسونو البوم: متیو توپان له کارایب وروسته امریکا ته رسېدلی

د خپرېدو وخت

متیو توپان چې په کارایب سیمه کې یې تر ۳۰۰ پورې کسانو ژوند واخیست، دا مهال د امریکا د فلوریډا ایالت ته رسېدلی او پر دغه سیمه سربېره په دریو نورو ایالتونو کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

متیو توپان په هایټي کې ډېر ورانی کړی او لوی لامل یې هم دا دی چې خلک په کمزورو ودانیو کې اوسي.

له توپان وروسته په هایټي کې د برېښنا یو کارکوونکی مزي تړي.

توپان دا مهال د فلوریډا ایالت په لور روان دی. دغه توپان داسې باد پیدا کړی چې په ساعت کې ۲۲۰ کیلومتره واټن کچ کوي.

خلک هڅه کوي چې له خطرناکو سیمو څخه ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.

د فلوریډا بهاماس سیمه هم توپان زیانمنه کړې او خلک یې نورو سیمو ته د تللو هڅه کوي.

په فلوریډا کې د یو کس د مړینې خبره شوې، خو د ټپیانو په تړاو یې کره شمېر نشته.

متیو توپان په فلوریډا کې ټرانسپورټ هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

فلوریډا کې توپان ځینې سیمې سختې ځپلې دي.