ګڼ باران د هند په ممبۍ کې د ژوند چارې په ټپه درولې

A delivery boy with a electric cycle wades through a flooded street due to heavy rainfall in Mumbai, India, 05 July, 2022.
د عکس تشریح، د ښار ډېری سیمې له اوبو ډکې ښکاري.
د خپرېدو وخت

د هند په ممبۍ ښار کې د پشکال له ګڼو بارانونو وروسته د میلیونونو خلکو ژوند چارې نژدې په ټپه درېدلې او د هند اقتصادي مرکز ښار په لارو کوڅو کې د اوبو ډنډونه ولاړ ښکاري.

د هند هوا پېژندنې ادارې د ممب‍ۍ او شاوخوا سیمو په هکله د متوسطې درجې خبرداری خپور کړی او په وینا یې راتلونکو پنځو ورځو کې به نور بارانونه هم وشي.

د احتیاطي تدبیر په ډول په ښار کې له طبیعي پېښو پر مهال د مرستنې کارکوونکي ځای پر ځای شوي دي. د هند مهاراشټر ایالت کې د کال دا شپې، ورځې د بارانونو موسم بلل کېږي او د کلیوالو سیمو ډېر اوسېدونکي د للمې کروندو لپاره د همدې بارانونو په اوبو تکیه کوي.

خو ماهرین وايي، دا وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له کبله بارانونه ګڼ شوي، وړاندوینه یې سخته ده او له کبله یې په بې پلانه ښاري سیمو کې سیلابي اوبه لارو کوڅو ته راځي چې د ترافیکي نظام په ګډون ډېری چارې ګډوډوي.

ممبۍ ته هره ورځ زرګونه خلک د کاروبار لپاره ورځي، چې له کبله یې ښاري سیمې په چټکۍ پراخېږي او ډېری دغه ودانیزې چارې بې پلانه پرمخ ځي.

د سې شنبې پر ورځ نوی ګومارل شوي اعلی وزیر ایکنات شیندې په داسې حال کې د پېښو پر مهال د مرستو ادارې لیدنه وکړه، چې د ښار په لارو، کوڅو کې تر ګونډو پورې باراني اوبه ولاړې وې.

په ډېری سیمو کې ښاري ریل ګاډي په ټپه ودرېدل او د ژورو سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي خوندي ځایونو ته ولېږدول شول.

A man peeps into car damaged after a wall collapse during heavy rainfall in Mumbai, India, 05 July, 2022.
د عکس تشریح، باران په ځینو سیمو کې دېوالونه نړولي چې د مالي زیان لامل شوي.
Andheri Subway closed due to waterlogging after the heavy rainfall at Andheri on July 5, 2022 in Mumbai, India.
د عکس تشریح، هر کال د پشه کال بارانونه د ښاري سیمو ټرانسپوري نظام ګډوډوي.
Vehicles drive through a flooded street during rain showers in Mumbai on July 5, 2022
د عکس تشریح، د جولای پر پنځمه د ممبۍ له باراني اوبو ډکو لارو، کوڅو کې ګاډي ګرځي.
تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړېدو له کبله ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ شوي دي
د عکس تشریح، تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړېدو له کبله ځینو سیمو کې سړکونه ویجاړ شوي دي
Indian school children play at flooded street during rain showers in Mumbai on July 5, 2022.
People wade through waterlogged road due to heavy rain at Tilak Nagar Station on July 5, 2022 in Mumbai, India.
د عکس تشریح، د سې شنبې پر ورځ خلک له اویو ډکو کوڅو کې ګرځېدل.

ټول حقونه په کاپي رائټ پورې اړوند دي.