د بن ناستې ۲۵مه کالیزه؛ اخضر ابراهیمي:"د یوه پښتون مشر پر ټاکلو اجماع شوې وه"
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له پخواني ځانګړي استازي او د ۲۰۰۱ کال د بن د غونډې له مشر، اخضر ابراهیمي سره دې ځانګړې مرکې ته ښه راغلاست.
۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د بن نړیواله غونډه په جرمني کې پیل شوه، چې په افغانستان کې یې د نوي نظام بنسټ کېښود. دا نظام د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له ړنګېدو وروسته دوه لسیزې دوام وکړ او د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره یې عمر پای ته ورسید. په دې ۹ ورځنۍ غونډه کې د جهادي ډلو استازو په ګډون د شمالي ټلوالې او همدارنګه د ظاهرشاه نږدې کسانو داسي هوکړه لاسلیک کړ چې د افغانستان د ادارې لپاره یې د لنډمهاله جوړښت، د انتقالي حکومت جوړېدو، د بېړنۍ لویې جرګې جوړېدو او د نوي اساسي قانون لیکل یې مشخص کړل.
دوی حامد کرزی د لنډمهالې ادارې رئیس وټاکه.
د بن د غونډې مشر، اخضر ابراهیمي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، د بيبيسي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې غونډې په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.
علي حسيني پوښتلي چې څنګه حامد کرزی د لنډمهالې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو؟



