د کونړ یوه ښوونځي کې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ویډیو تشریح، د کونړ یوه ښوونځي کې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کونړ یوه ښوونځي کې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت مرکز اسد اباد په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده چې د ځايي چارواکو په وینا لږ ترلږه اوه ماشومان، دوه سړي او یوه ښځه وژل شوي او ۹۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع‌الحق حق‌بیان بي‌بي‌سي ته ویلي چې دا چاودنه نن (شنبه) د سهار شاوخوا ۱۰ بجې شوې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده، خو د قربانیانو کره شمېر لا هم نه دی معلوم.

ځايي چارواکو ویلي، چاودنه د مرکز اسداباد اندر سیر سیمه کې شوې ده.

په کونړ کې یوه چارواکي ویلي چې چاودنه له هغو چاودېدونکو توکو رامنځ ته شوې چې ځایي خلک یې د کانونو د الوځولو لپاره کاروي. د یو چارواکي په وینا، دا باروت په اسد اباد کې په یو کور کې ساتل شوي وو چې دېوال یې له یوه ښوونځي سره نښتې و.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم بي بي سي ته ویلي "د لومړنیو پلټونو پر اساس چاودنه یاد ښوونځي ته څیرمه د کان کیندونکو شرکتونو د چاودېدونکو موادو په یوه ډیپو کې د غفلت او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې د پېښې د لا وضاحت په اړه پلټنې روانې دي."