کندهار کې د درملپلورونکو اعتراض
کندهار کې د درملپلورونکو اعتراض
د خپرېدو وخت
دا ویډیو د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې یوه اوسېدونکي بيبيسي ته لېږلې ده.
د ویډیو د لېږونکي په وینا، پرون (د لړم/عقرب ۲۰مه) د طالبانو د حکومت کارکوونکي دې سیمې ته ورغلي، د درملتونونو له درملپلورونکو یې په پاکستان کې جوړ شوي درمل راټول کړي او بیا یې سوځولي دي.
یو شمېر درملپلورونکو د دې اقدام په اعتراض کې ویلي، د دې پر ځای چې هغه درمل راټول او له منځه یوړل شي چې دوی مخکې پېرلي دي، باید په سرحدونو کې د دغو درملو د قاچاق مخه ونیول شي.


