ډار: افغانستان سره د اړیکو ښه کېدل د ترهګرۍ مخنیوي سره تړلې
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره یې د اړیکو ښه کېدو لپاره دې ته اړتیا ده، چې د طالبانو حکومت د ده په وینا د ترهګرۍ خلاف ګامونه واخلي.
اسحاق ډار چې د لومړي وزیر مرستیال هم دی، په اسلام اباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي، دوی د یوه سوکاله، سولهییز او باثباته افغانستان هیله لري، داسې افغانستان چې د ده په وینا "له ځان او خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي."
هغه وویل، داسې افغانستان به یوازې خپلو خلکو لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې په ګټه وي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لپاره به مهم فرصتونه رامنځته کړي.
خو نوموړي خپله دا پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه، دې پایلې ته رسېدو لپاره د دې اړتیا ده چې د طالبانو حکومت د خپلو ګاونډیو "مشروع امنیتي اندېښنو ته ورسېږي."
د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي ډار دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې وار وار ویلي وو چې د افغانستان له خاورې هېچا ته ګواښ نه دی پېښ شوی.
ایکو د افغانستان په ګډون لس غړي لري، خو د طالبانو حکومت یې په اسلام اباد کې دې ناستې ته نه دی وربلل شوی.



