د کابل مرنجان تپه کې د مولوي جلالالدین حقاني جامع جومات
د کابل مرنجان تپه کې د مولوي جلالالدین حقاني جامع جومات
د خپرېدو وخت
د طالبانو حکومت وايي، د کابل په مرنجان تپه کې د مولوي جلال الدین حقاني په نوم د یوه ستر جامع جومات رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
ویل کېږي پر دغه جومات شاوخوا یو نیم میلیون ډالره لګښت راغلی او په یوه وخت کې ۲۰۰۰ لمونځ کوونکي ځایولی شي.
د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت وايي، دغه وزارت روان کال یوازې په کابل ښار کې شاوخوا ۶۰ جوماتونه جوړ او له ۵۰ ډېر نور په اساسي ډول رغولي دي.
په ۲۰۱۲ کال کې سعودي عرب اعلان کړی و، چې د مرنجان تپي پر سر د ملک عبدالله په نوم د یوه ستر اسلامي مرکز د جوړولو هوډ لري.



