پر سعودي عرب د حوثیانو تازه بریدونه
د یمن د حوثي وسلهوالو او سعودي ترمنځ کړکېچ او متقابل بریدونه دوام لري.
د یمن حوثي غورځنګ وايي د سعودي په پلازمېنه ریاض او بقیق ښار کې یې پر ځینو مهمو اهدافو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.
د دغه غورځنګ ویاند یحیی سریع ادعا کړې، چې پر خالد نړیوال هوايي ډګر، مالي مرکز او د تېلو پر ارامکو شرکت دغو "دقیقو" ګوزارونو کې پر ډرونونو سربېره کروز او بالېستیک توغندي کارول شوي دی.
د سعودي د انرژۍ وزارت منلې چې ریاض کې د ارامکو شرکت 'پر اداري دفترونو د برید هڅه' شوې، خو وايي په برید کې کارول شوي توغندي شنډ شوي او د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله یې اور لګېدلی دی.
د فرانسې خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي، چې ریاض کې پر مالي سیمه د بریدونو له کبله د 'ارامکو' شرکت اړونده ودانۍ زیانمنه شوې ده.
دغه بریدونه تر هغې وروسته شوي، چې د حوثیانو اړوند روغتیا وزارت وویل، د یمن پلازمېنه صنعا کې د سعودي په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د تېرې ورځې هوايي بریدونو لږترلږه ۳۳ کسان وژلي او ۳۹ نور ټپي کړي دي.


