BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پر ایران د امریکا بندیزونه: چین وايي، د خپلو ګټو دفاع به کوي
چین وايي، د واشنګټن د هغو پلانونو په مقابل کې به خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي چې موخه یې د ایران "اقتصادي انزوا" یا فشار زیاتول دي. د امریکا حکومت پرون هغه تدابیر او پلانونه اعلان کړل چې له مخې به یې هغه شرکتونه، بانکونه او هېوادونه له بندیزونو سره مخامخ شي چې له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.
د طالبانو حکومت د بدخشان لپاره نوی والی او د امنیې قوماندان ګومارلی دی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه پیغام کې لیکلي چې د دغه فرمان له مخې رحمت الله نجیب، چې مخکې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و، د بدخشان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې احمدشاه دین دوست، چې پخوا د سرپل والي و، د بدخشان د امنیې قوماندان په توګه ګومارل شوی دی.تعیینات تازه در رهبری ولایت و پولیس بدخشان درحالی صورت میگیرد که این ولایت اخیرا شاهد رویدادهای امنیتی متعددی بوده است.
امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي،۶۰ کسان او بنسټونه او پنځه 'مهمې اقتصادي برخې' پکې شاملې دي
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ په یوه خبري کنفرانس کې د ایران پر وړاندې د تر ټولو ستر اقتصادي کمپاین جزییات اعلان کړل. د بندیزونو دغه کمپاین "د اقتصادي انزوا عملیات" نومول شوی. د امریکا د مالیې وزیر په دې بندیزونو کې پنځه مهمې برخې یادې کړې چې پکې رمزارزونه، ټکنالوژي، سره زر، هوايي چلن او سمندري ترانسپورټ شامل دي. په همدې حال کې، د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې پر درېیمو هېوادونو هم فشار راوستل کېږي، چې له ایران سره خپلې اقتصادي اړیکې محدودې یا پرې کړي.
عایشه وهاب: امریکا باید له طالبانو سره دیپلوماتیک تعامل ولري
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانټبره ټاکل شوې استازې عائشه وهاب له واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ویلي، امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې او ډیپلوماسي وساتي. د امریکا د کانګرس دې راتلونکې غړې د طالبانو مخالفې ډلې "جګړهمارې ډلې" وبللې او استدلال یې وکړ چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو په حکومت کې واکمني څنګه کېږي؟
والي عبدالله سرحدي د یوه هلک د مات لاس درملنې لپاره پیسې ورکوي او له یوه ځایي جومات سره مالي مرسته کوي، وروسته د افغانستان په شمال کې د هغه په دفتر کې یوه حیرانوونکې مکالمه رامخ ته کېږي. یوه ځوانه ښځه دغه پخواني طالب قومندان ته، چې اوس یې ږیره کې سپین لګېدلي، وایي چې غواړي له خپل مېړه طلاق واخلي. دا خپل مېړه تورنوي چې له میاشتو میاشتو راهیسې وهلې ټکولې او رټلې ده.
په غزه کې باډیوي 'پتنګان': اسرائیل خبرداری ورکوي، حماس وايي دا لوبې دي
اسرائیل حماس ته خبرداری ورکړی چې له غزې د باډیوي (پتنګانو)، بېپیلوټه الوتکو او بالونونو د الوځولو د اندېښنو له امله به پر غزې خپل بریدونه ډېر کړي.
ولې موږ له هغو شیانو دومره ډېر وېرېږو چې ښايي هېڅ زیان راته ونه رسوي؟
خونه کې ناست یئ او ناڅاپه سترګې مو په یوې غڼې لګېږي چې کوټه کې روانه ده، نو دې حالت کې څه احساس لرئ؟ډېرې غڼې زهرجنې دي، خو ډېرې کمې یې د انسانانو لپاره خطرناکې دي. د چاپېریالي څېړنې او زده کړې انسټیټیوټ په وینا اټکل کېږي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له لسو څخه هم کم کسان د غڼو د چیچلو له امله مري، که څه هم د کره معلوماتو راټولول ستونزمن دي.
څنګه له زنګ پرته له خوبه راویښ شو؟
زموږ د ډېرو لپاره، له خوبه د راویښېدو لپاره پر زنګ تکیه کول د ورځني ژوند یوه عادي برخه ده. پخوا به د ښوونځي تکراري او منظم مهالوېش زموږ په بدن کې یو باوري داخلي ساعت جوړاوه، خو کله چې د ژوند په وروستیو پړاوونو کې زموږ ورځنی مهالوېش لا بدل شي، موږ ښايي د ساعت یا موبایل د زنګ پر غږ لا ډېر متکي شو. خپل بدن داسې روزل چې په خپله په مناسب وخت کې له خوبه راویښ شي، د روغتیا او هوساینې ګڼې ګټې لرلی شي؛ له سهارني خوبولي حالت او سستۍ نه نیولې، د مزاج تر ښه کېدو پورې.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۵ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































