ټرمپ د ایران پر ضد د "بې ساري او سختو اقتصادي" عملیاتو د پیل اعلان وکړ

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد یې د ''بې‌ساري او سختو اقتصادي عملیاتو'' لړۍ پیل کړې ده.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکې ټروت سوشیل یوه پیغام کې لیکلي چې ایران ته یې د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو ډېر فرصت ورکړی و، خو د هغه په وینا ایران ''د دې فرصت په کارولو کې پاتې راغلی دی.''

هغه لیکلي:

''نن زه تر ټولو سخت او ځپونکی اقتصادي عملیات اعلانووم چې تر اوسه د یوه هېواد پر ضد ترسره شوي دي. دا به په بې‌ساري کچه اقتصادي جګړه او انزوا وي.''

ټرمپ د خپلو پخوانیو څرګندونو په تکرار سره ادعا کړې چې د ایران پوځي او اقتصادي وړتیاوې زیانمنې شوې دي. هغه خبرداری ورکړ چې هر هغه هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، شرکتونو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته له ایران سره د هر ډول مالي مرستې اجازه ورکړي، له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.

ټرمپ د هغو فعالیتونو یادونه هم کړې چې د ده په وینا د ایران له مالي ملاتړ سره تړاو لري، لکه د نفتو قاچاق، د نفتو ټانکرونو تبادله، د نغدو پیسو لېږد، د صرافیو کارول او د خیالي شرکتونو په نوم د بېړیو ثبتول پکې شامل دي.

هغه ونه ویل چې کوم هېوادونه به له څه ډول سزا یا مجازاتو سره مخ شي.

ټرمپ زیاته کړه: ''د تېلو قاچاق، د تبادلې مالي کرښې (Swap Lines)، د نغدو لېږدونه، د اسعارو د تبادلې مرکزونه، د بېړیو راجستر او پټې یا خیالي کمپنۍ، دا ټول باید همدا اوس ودرول شي. تاسې پوهېږئ چې زه د چا خبره کوم.''

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې متحده عربي اماراتو، چې د امریکا متحد هېواد دی، اعلان وکړ چې له ایران سره به خپلې ټولې مالي او اقتصادي اړیکې پرې کړي. دغه پرېکړه د ایران له لوري د توغندیز ګواښ له نوې پېښې وروسته وشوه.

د اماراتو د دفاع وزارت وویل چې د ایران له خاورې توغول شوي دوه بالستیک توغندي یې کشف کړي وو چې سمندري تګ راتګ یې په نښه کاوه، خو دواړه په سمندر کې ولګېدل.

ایراني بنسټونو له اوږدې مودې راهیسې د دوبۍ مالي سیستم د پیسو د لېږد لپاره د اسعارو د تبادلې مرکزونو او خیالي شرکتونو له لارې کارولی دی.

د اماراتو له دغې پرېکړې وروسته، د ایران وسله والو ځواکونو ګاونډیو خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا پوځ ته له هر ډول مرستې ورکولو ډډه وکړي، او په وینا یې له امریکايي ځواکونو سره هر ډول مرسته به د همکارۍ او ملګرتیا په معنی وبلل شي.

ټرمپ د خپل پیغام په پای کې دا عملیات د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نورمانډي ساحل له عملیاتو سره تشبیه کړل او د امریکا له متحدانو یې وغوښتل چې:

''د ایران د ګواښ ماتولو لپاره د متحده ایالاتو ترڅنګ ودرېږي.''

نوموړي دغه اقدامات د ایران پر ضد یو ''تاریخي اقدام'' وباله.

د امریکا ولسمشر دا اعلان داسې مهال کوي، چې له ایران سره د ۶۰ ورځني اوربند موده د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده، او د هغې شخړې د حل لپاره، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ میاشتې په پای کې پیل کړې وه، نه کومه دیپلوماټیکه لار او نه هم پوځي بدیل لاره تر اوسه څرګنده شوې ده.

داسې ښکاري چې د ټرمپ وروستی اقدام د ''اقتصادي قهر عملیاتو'' د فشار کمپاین نور هم پراخوي. دغه کمپاین په اپریل میاشت کې پیل شوی و، چې پر هغو بهرنیو بانکونو او شرکتونو بندیزونه ولګوي چې له تهران سره سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

که څه هم په دې پیغام کې د چین نوم په ښکاره ډول نه دی اخیستل شوی، خو هلته سوداګریز شرکتونه د ایراني د نفتو تر ټولو لوی پېرودونکي دي، او دا د تهران د تمویل یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

د جګړې له پیل راهیسې واشنګټن پر څو هغو چاڼځایونو بندیزونه لګولي چې د "ټي پاټ" په نوم یادېږي. دا په خصوصي مالکیت کې د نفتو د پروسس چاڼځایونه دي چې ډېری یې د چین په ختیځ شاندونګ ولایت کې موقعیت لري.

هغه مهال د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې دغه بندیزونه "له نړیوالو قوانینو او د نړیوالو اړیکو له اساسي اصولو سرغړونه ده."

دغه وزارت یو امر هم صادر کړ چې له مخې یې دغه بندیزونه "باید په رسمیت و نه پېژندل شي، نه عملي شي او نه هم ورسره موافقت وشي."

بي بي سي د ټرمپ د وروستي پیغام په اړه د تبصرې لپاره په واشنګټن کې د چین له سفارت سره اړیکه نیولې ده.

تېره اوونۍ، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل چې متحده ایالات به ډېر ژر پر ایران داسې اقتصادي انزوا وتپي "چې نړۍ به یې تر اوسه ساری نه وي لیدلی."