ژوندۍ پاڼه, د امریکا د پوځ وزیر له هګسیټ سره له میاشتو اختلافاتو وروسته استعفا وکړه

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د پوځ وزیر ډانیل ډریسکول، له دفاع وزیر (پېټ هګسیټ) سره له میاشتو اختلافاتو وروسته، د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خپله استعفا سپارلې او تمه کېږي چې په رتلونکو ورځو کې پنټاګون پرېږدي. وال سټریټ ژورنال د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د ډریسکول او هګسیټ ترمنځ اختلاف د امریکا د اردو د راتلونکي رول کې او د یو شمېر جګپوړو پوځي قوماندانانو د لېرې کولو پر سر سخت شوی و.

لنډیز

  • ټرمپ: ایران په رسمي ډول ماته خوړلې
  • د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي
  • سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ
  • امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
  • د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
  • د ایران ولسمشر وایي، د جګړې غوښتونکي نه دي خو "يرغلګرو" ته پرېکنده ځواب ورکوي
  • سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه
  • د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره رسېدلي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, سنتکام: تر دې دمه مو د ایران د محاصرې په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو کښتیو لوری بدل کړی دی

    CENTCOM

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي، د اګست تر ۳۰مې پورې د هغوی ځواکونو د ایران د مالي او سوداګریزې کلابندۍ (محاصرې) د پلي کولو په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو (کښتیو) لوری بدل کړی، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوې کښتۍ یې تلاشي کړې دي.

    سېنټکام دا شمېرې له یوه امریکايي ملوان له عکس سره خپرې کړې دي چې د "یواس‌اس دلبرت ډي. بلک" ویجاړونکې بېړۍ (ناوشکن) پر عرشه د "اېم‌اېچ-۶۰اېس سيهاوک" چورلکې ناستې ته لارښوونه کوي.

  2. وروستی, سپاه په اردن کې پر دوو امریکايي اډو د توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه تایید کړل

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان کړی چې د سپاه هوا فضا ځواک پر لارک جزیره د امریکا د برید په ځواب کې، په اردن کې د "ملک حسین" او "الازرق" دوه هوایي اډې بالستیک توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    سپاه ادعا کړې چې په دغو دوو اډو کې تخنیکي او ترمیماتي زیربناوې او د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو ځایونه په نښه شوي او "درانه زیانونه" ورته اوښتي دي.

    دغې بنسټ همدا راز خبرداری ورکړی چې هر نوی برید به له "زیاتو ځپونکو ځوابونو" سره مخ شي او ټینګار یې کړی چې پر لارک برید به د هرمز پر تنګي د اسلامي جمهوریت کنټرول کمزوری نه کړي.

    تر دې وړاندې رویټرز د فاکس نیوز د خبریال او یوه امریکايي سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ایران په اردن کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، خو تر هغه وخته کوم «پام وړ اغېز» نه و راپور شوی او تقریباً ټول ورتلونکي توغندي شنډ شوي وو.

  3. وروستی, امریکا په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو پر دوو ایراني اډو برید تایید کړ

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان "تیم هاوکینز" فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې (پرتابګر) په نښه کړې دي.

    نوموړي وویل چې د سپاه پاسداران ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د چمتووالي په حال کې لیدل شوي وو.

    د ایران د صدا او سیما خبریال هم راپور ورکړی چې پر لارک جزیره برید په دوو پړاوونو کې او په لنډه وقفه کې ترسره شوی دی. هغه همدا راز ویلي چې د سیریک په سیمه کې غږونه اورېدل شوي چې د ده په وینا د ایران له دفاعي اقداماتو سره تړاو لري.

    دا له جولای میاشتې راهیسې پر ایران د امریکا لومړنی برید دی.

  4. وروستی, پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته پورته شوه

    د یکشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو پر دوو ایراني توغوونکو اډو له برید وروسته، د دوشنبې په ورځ د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته لوړه شوه.

    د برنټ خامو تېلو بیه د ۲ ډالرو او ۲۲ سېنټو په زیاتېدو سره (چې ۲/۵۲ سلنه کېږي) هر بیرل ۹۰ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته ورسېده.

    د امریکا د وېسټ ټګساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم د ۲ ډالرو او یوه سېنټ په لوړېدو سره (چې ۲/۴۱ سلنه کېږي) هر بیرل ۸۵ ډالرو او ۴۱ سېنټو ته ورسېده.

    دا برید چې د یکشنبې په ورځ ترسره شو، له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی بربنډ او پیژندل شوی برید و.

  5. وروستی, سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ

    توغندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د "العدید" او په اردن کې د "موفق السلطي" هوایي اډې په نښه کړې دي او هدفي بریدونه یې پرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې "مستقیما یې ویشتلې" دي.

    د ایران دولتي تلویزیون له بېلابېلو سیمو د سیمې د موخو په لور د توغندیو توغولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران ویلي دا بریدونه د "مشروع دفاعي ځواب پیل" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا عملیات به تر هغې دوام ولري او پراخ به شي چې د دوی په وینا "د امریکا تېري" ودرول شي.

  6. وروستی, په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د برید په اړه راپورونه

    د فاکس نیوز یوه خبریال پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې د یوه امریکايي سرچینې له قوله لیکلي چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.

    تر دې وړاندې، ځينو عربي او ایراني رسنیو د اردن په سوېل "عقبه" سیمه کې د څو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی و، خو اردنیو چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو د لامل په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره کړي.

    په ایراني رسنیو کې لومړني راپورونه هم د دې ښکارندویي کوي چې پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د اردن په سوېل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    دا پرمختګونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې سپاه پاسداران ورته د ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

  7. وروستی, "پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر نه دی تړل شوی"

    د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان ویاند پر لارک جزیره د امریکا د یکشنبې شپې له برید وروسته د تهران د مهراباد هوایي ډګر د موقتي تړل کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

    نوموړي وویل چې په هېواد کې د الوتنو وضعیت "عادي" دی او د مهراباد هوایي ډګر فعالیت بې له ودرېدو دوام لري.

    د هوايي چلن سازمان د ویاند په وینا، د ایران د نورو هوایي ډګرونو الوتنې او فعالیتونه هم په عادي توګه روان دي.

  8. وروستی, د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر: پر لارک برید به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي

    د ایران د ولسي جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس، ابراهیم عزیزي پر لارک جزیره د برید په غبرګون کې وویل چې دا اقدام به "بې‌ځوابه" پاتې نه شي.

    نوموړي پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې "زموږ د ارادې بیا ازمویل" به د امریکا او اسرائیل د ماتو بیه اېساره او درنه کړي او زیاته یې کړه چې ایران به "ویجاړوونکی، دردناک او عبرت‌ناکه ځواب" ورکړي.

    دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې سپاه پاسداران اعلان وکړ پر لارک جزیره برید کې یو شمېر پوځیان او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه.

  9. وروستی, د سپاه ویاند: امریکا به پر لارک د برید بیه په اقتصادي او پوځي برخه کې پرې کړي

    حسین محبي

    د عکس سرچینه، Ilna

    د عکس تشریح، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل، حسین محبي، وايي چې امریکا به "په هم اقتصادي او هم پوځي برخه کې" پر لارک جزیره د برید پایلې پرې کړي.

    نوموړي دا برید د "اقتصادي جګړې" په جریان کې د ډونالډ ترامپ د حکومت له لوري یوه "سټرټېژیکه او وژونکې تېروتنه" وبلله او پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکه کې یې ولیکل چې دا اقدام "به د ځواک انډول د هغه د طراحانو پر ضد بدل کړي" او "درنې بیې" به ولري.

    څو ساعته وړاندې د سپاه استخباراتي سازمان هم اعلان کړی و چې د "ایرانیانو له ۲۰۰ ورځني مقاومت" وروسته، د دغه نهاد په وینا، "دوښمن" د " (رواني) جګړې له لارې د ملي ثبات او زغملو له منځه وړلو» هڅه کوي.

  10. وروستی, سپاه پر لارک جزیره د امریکا برید تایید کړ او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو پر لارک جزیره برید تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه برید د سپاه د "یو شمېر" ځواکونو او د سیمې د اوسېدونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

    سپاه امریکا او اسرائیل د دې برید مسؤل وبلل او د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسؤل حسین محبي پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "په لارک جزیره کې د ترهګر دوښمن تېري ته به د متجاوز په تنبيه کولو سره ځواب ورکړل شي."

    تر دې وړاندې د تسنیم خبري اژانس د لومړنیو او غیررسمي راپورونو له قوله په دې برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

    اکسیوس او الجزیرې شبکې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې دي. د دغو چارواکو په وینا، د سپاه ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د دغو اډو په چمتو کولو بوخت وو.

  11. وروستی, امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل

    سنټکام

    د عکس سرچینه، CENTCOM

    متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې په يوه وړه جزیره کې یې د ایران د توغندیو توغولو پر اډو هوایي بریدونه کړي دي؛ دا له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړی برید دی.

    د ایران د خبري او تلویزیوني رسمي سازمان د راپور له مخې، د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ پر "لارک" جزیره د امریکا په برید کې یو شمېر ایراني جنګیالي او ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي، او ژمنه یې کړې چې ځواب بې ورکړي او مسؤلین به سزا کړي.

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان تیم هوکینز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "نن سهار وختي، امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې وویشتې. د سپاه پاسداران غړي لیدل شوي وو چې د هرمز په تنګي کې د سمندري ماینونو لرونکو توغندیو توغولو ته چمتو کېدل."