وروستی, د امریکا د ۸۲م هوايي لوا ځواکونو کورنیو ته ویل شوي چې په منځني ختیځ کې به یې ماموریت تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې د بي بي سي همکارې سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د ۸۲م هوايي لوا د هغو سرتېرو کورنیو ته، چې د روان کال په پیل کې منځني ختیځ ته استول شوي، د دې لوا د قوماندانۍ له خوا خبر ورکړل شوی چې د دوی ماموریت ښايي تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، دا موضوع په هغه لیک کې اعلان شوې چې د لوا قوماندانانو کورنیو ته استولی دی او دوو امریکايي چارواکو هم د لیک منځپانګه تایید کړې ده.
په دغه لیک کې، چې نېټه یې یکشنبه ده، د شمالي کارولینا ایالت په فورټ براګ کې مېشت د ۸۲م هوايي لوا قوماندانانو ویلي چې د استول شویو ځواکونو د ماموریت موده ښايي په ټولیز ډول تر ۱۲ میاشتو پورې ورسېږي.
د لوا قوماندان جنرال برانډن ټېګمایر او د لوا لوړپوړي بریدمل جېمز براډشا په لیک کې لیکلي دي: "موږ دا موضوع په اسانۍ نه مطرح کوو او پوهېږو چې د ماموریت اوږدېدل پر هرې کورنۍ ډېر فشار راوړي؛ زموږ پر خپلو کورنیو هم."
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او واشنګټن په وروستیو ورځو کې په سیمه کې نور ځواکونه هم د چمتووالي په حالت کې درولي دي.
سيبياېس راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۸۲م هوايي لوا د ځواکونو د حضور دوام ښايي د دې نښه وي چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله حضور لپاره چمتووالی نیسي.







